ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 29.07.2019

د ماربلو پر کاروبار ۱۷ فېصده ټيکس لګول شوی

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحريک انصاف حکومت د مرمرو په کاڼو يا ماربلو په کاروبار ۱۷ فېصده ټيکس لګولی دی چې د کانونو مالکان پرې خوشاله نه دي. خو د اقتصاد وزير حماد اظهر وايي دا ټيکس د مرمرو پر کانونو نه بلکې خرڅلاو یې دی چې سېلز ټيکس ورته وايي.

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

امريکا او ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستيال او زرغون بهیر د مشر پر دفتر حمله په سختو ټکو غندلې ده. د روسیې د حکومت مخکښ مخالف الکسي ناوالني په مسکو کې په یوه روغتون کې بستر شوی دی. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.

په خوست کې د بیرغ ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

په خوست کې ګڼ خلک د ولایت مقام ته ورغلي ول چې د افغانستان د بیرغ ورځ ولمانځي. دوو مشرانو قاضي احمد ببرکزي او سخي محمود مهربان مشال راډیو ته وویل، بیرغ د هېواد د خپلواکۍ ښکارندويي کوي چې لمانځل یې اړین دي. هلته ورغلیو خلکو اتڼونه وکړل او د ورځې په مناسبت یې لاریون هم وکړ. ویډیو وګورئ.

کابل تر خونړي برید یوه ورځ پس

Mashaalradio.com 

کابل کې د یکشنبې ورځې په خونړي برید کې وژل شوی یو تن جمال ناصر دی په لوړو زده کړو کې یې دوه لسانسه لرل خو دا هر څه یې له خپلو هیلو سره تر خاورو لاندې شو. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي د پېښې له ځایه راپور راکوي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي

په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر له خونړي برید یوه ورځ وروسته

Pa.azadiradio.com 

د کابل د یکشنبې د ورځې د پېښې یو تن قرباني جمال ناصر چې د دوو لسانسونو درلودونکی و، له خپلو هیلو سره تر خاورو لاندې شو. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي د پېښې ځای ته تللی او د پېښې څرنګوالی یې انځور کړی دی. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي

په افغانستان کې په لومړي ځل د بیرغ د ملي ورځې نمانځل

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په لومړي ځل د بیرغ د ملي ورځ ونمانځل شوه. دغه ورځ چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تازه فرمان له مخې د هېواد په تقویم کې ځانګړې شوې، له دې سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، له داسې ورځو نمانځل د خلکو تر منځ د یووالي او له هېواد سره د مینې لامل ګرځي. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي

چارواکي: په کاپیسا کې د طالبانو په حمله کې ۲ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او یو زخمي شوی دی. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عبدالشایق شورش نن د جولای په نهه ویشتمه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کاپيسا مرکز ته نږدې د نواباد پر پوسته حمله کړې وه.

یوناما له نوماندانو غوښتي چې له اصولو سره سم کمپاین وکړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتنه کړې چې د ټاکنو د قانون او د هغو اصولو سره سم چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ټاکلي، کمپاین وکړي. د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پرون رسماً پیل شو او سپټمبر په ۲۵مه به پای ته ورسېږي. د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه کېږي. په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې رسنۍ د انتخاباتو په تړاو ډېر مهم رول لوبوي او د جمهور رئیس محمد اشرف غني فرمان... Читать дальше...

د پروان د سیاه ګرد اوسېدونکو د هوایي بریدونو له امله اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن د جولای په ۲۹مه اعتراض وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې ملکي وګړي وژل شوي دي. هغوی ادعا کوله چې په بمبارۍ کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي چې دوه کوچنیان هم په کې شامل دي. خو د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل چې د سیاه ګرد ولسوالۍ په دره قمچاق کې د صفر یک قطعې په عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي. وحیدې شهکار وویل چې په دې عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان شوي دي.

بریتانیا په پام کې لري چې له ایران سره نیول شوې بېړۍ تبادله کړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیې حکومت دا نظر رد کړ چې د خپلې یوې بېړۍ په بدل کې د ایران بېړۍ چې دوی په جبل الطارق ابنا کې نیولې، خوشې کړي. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب نن د جولای په نهه ویشتمه بي بي سي ته وویل چې دا د تبادلې مسئله نه ده، بلکې د نړیوال قانون او نړیوالو قانوني سېستمونو د تطبیق خبره ده چې د بریتانیې حکومت ټينګار ورباندې کوي. له کله راهیسې چې امریکا له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې وتلې، کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی. د بریتانیې او ایران حکومتونو په وروستیو کې د یوه او بل د تېلو د ټانکرونو... Читать дальше...

د روسیې د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر نوالني روغتون ته لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د حکومت د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر الکسي نوالني نن د جولای په نهه ویشتمه په بېړني ډول روغتون ته ولېږدول شو. نوالني د مسکو له یوه توقیف ځایه روغتون ته لېږدول شوی دی. د هغه د ناروغۍ د علت په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي. خو د مسکو د هغه روغتون چې نوالني ور وستل شوی، یوه ډاکتر الدار کزاخمیدوف د روسیې خبري اژانس انټرفکس ته ویلي چې د نوالني ناروغي عمومي الرژي (حساسیت) ده، خو دا چې له څه شي سره یې حساسیت پیدا کړی، نه ده څرګنده. د روغتون یو شمېر کارکوونکو چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، فرانس... Читать дальше...

استعفا ورکړه ګنې اسلام اباد ته درغلو: مولانا فضل الرحمن

Mashaalradio.com 

جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان که وزیر اعظم عمران خان استعفا ور نه کړي نو اسلام اباد ته به لاریون پیل کړي. د نوموړي په خبره د تحریک انصاف حکومت له ګرانۍ او بې روزګارۍ ولس تنګ راغلی دی. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډيو راپور

د ګرانۍ ضد مبارزه به دوامداره وي: مزدور کسان پارټی

Mashaalradio.com 

د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په دغه هېواد کې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو پرضد له لاهوره یو لاریون پیل کړی چې د جولای پر ۲۸مه د دوامداره احتجاجونو په اعلان په راولپېنډۍ کې پای ته ورسېد. ویډيو راپور

مېل: سوله راروانه ده

Pa.azadiradio.com 

مېل ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر پیلېدو لیکنه خپره کړې ده.

خلیلزاد د کابل پرونی برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې، هند، پاکستان او د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د ولسمشرۍ د مرستیال کاندید امرالله صالح پر دفتر برید وغانده. زلمي خلیلزاد یو ساعت مخکې په خپله ټوېټرپاڼه کې دا برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې برید د غندلو ترڅنګ لیکلي چې حمله کوونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي. ده همداراز ویلي چې امریکا د ترورېزم پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره ولاړه ده. د امرالله صالح د ګوند زرغون بهیر... Читать дальше...

د امریکا په کلیفورنیا کې یوه کس ۳ تنه ووژل او ۱۲ نور یې ژوبل کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کلیفورنیا کې د خوړو په یوه فیستوال کې د یوه تن له لوري په ډزو لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. د ګیلروۍ د سیمې د ښاروالۍ استازي وویل، په دې برید کې چې پرون وشو، له لومړنیو معلوماتو سره سم د فیستوال درې تنه برخه وال وژل شوي دي. تر اوسه د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د پېښې یوه شاهد این بي سي نیوز ته ویلي چې بریدګر سپین پوستی نارینه و او شااوخوا دېرش کلن ښکارېده.

نوماند رحمت الله نبیل وایي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید رحمت الله نبیل ویلي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي. هغه دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه بېګاه ناوخته لیکلې ده. رحمت الله نبیل د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د یوې دولس کسیزې شورا غړی هم دی چې پرون یې د ټاکنو د تحریم اعلان کړی و. دې شورا په یوه بیان کې چې رسنیو ته یې استولی، ولسمشر اشرف غني تورن کړی چې انتخابات یې له وخت مخکې په خپله خوښه تنظیم کړي او په همدې خاطر دې شورا له خلکو غوښتي چې په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي. د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو دې دولس کسیزه... Читать дальше...

د روح الله نېکپا تر روزنې لاندې د تکواندو افغان لوبغاړو اتولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو د تنکیو ځوانانو ملي لوبغاړو د ۳۲ هېوادونو تر منځ په یو لړ سیالیو کې اتلولي وګټله. د تکواندو فدراسیون سکرتر جنرال بېګا شپه له اردنه چېرته چې دا لوبې وشوې، ازادي راډیو ته وویل: خوشبختانه د تنکیو ځوانانو په برخه کې د درېیو طلا، درېیو سپینو زرو او دوو برنزو مډالونو په ګټلو سره افغانستان دا وار د الحسن کپ سیالیو اتلولي وګټله. فرزاد منصوري، غلام مرتضی صالح او احسام رحیمي د افغانستان لپاره د طلا مډالونه ګټلي دي. دا لوبې د ۳۲ اسیايي هېوادونو تر منځ د جمعې له ورځې تر یکشنبې روانې... Читать дальше...