ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 19.07.2019

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د کابل پوهنتون دروازې ته نيږدې نننۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده. په جنوبي اسیا کې بارانونه او سېل دوام لري. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

''په پاکستان کې جمهوریت په خطره کې دی''

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد پرېس کلب کې د جولای پر ۱۸مه د شهید ذوالفقارعلي بوټو فاونډیشن تر سیوري لاندې سېمېنار کې د سیاستوالو او پوهانو وینا وه چې په پاکستان کې ورځ تر بلې جمهوریت ته خطر زیاتېږي. د ګډونوالو وینا وه چې سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او ولس دې په ګډه د ولسواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي. د سیراج ظهیر ویډیو اډیټ: عمران یونس

په غزني کې د ماین په چاودنه کې ۵ ملکیان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ کړی شوي ماین په چاودنه کې د دوو کورنیو ۵ تنه وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملکي کسانو پر يوه کرولا موټر د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې يوه پنځه کلن ماشوم او څلور نور نارينه ملکیان وژل شوي دي. نوري وايي، دغه پېښه د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند په پيرکه دښته کې نن غرمه شااوخوا دولس نیمې بجې رامنځته شوې ده. ياد کسان د مرکز غزني اړوند د تحويلدار کلا اوسني اوسېدونکي وو چې له مرکزه خوګياڼو ولسوالۍ ته پر لاره وو. Читать дальше...

ایران د خپلې بې پيلوټې الوتکې د ويشتو په اړه د امریکا خبر رد کړ

Pa.azadiradio.com 

ایران د امریکا هغه څرګندونې رد کړې چې وایي، امریکایي سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي نن پر ټوېټر لیکلي چې تهران نه د هرمز په تنګي او نه په کومه بله سیمه کې خپله بې پیلوټه کشفي الوتکه له لاسه ورکړې. تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې تهران نن د خپلې کومې کشفي الوتکې د ورک کېدو په اړه معلومات نه لري. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د وسله وال پوځ ویاند جنرال ابوالفضل... Читать дальше...

چارواکي: په غزني کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د اتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شول. ده وویل:  د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو تېر ماښام د ناوې ولسوالۍ په ملک الدین سیمه کې د دښمن پر مرکزونو عملیات کړي چې په نتیجه کې یې په دې سیمه کې نښتې وشوې، ۸ تنه طالبان ووژل شول، بېلابېلې وسلې او یوه اندازه تجهیزات یې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.  د... Читать дальше...

د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د برید اړوند غږیز پیغام

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې ټیلیفوني مکالمې په اساس ادعا کوي چې د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د تېرې ورځې برید د پاکستان له چمن سیمې طرحه شوی و. ملي امنیت ویلي، برید کوونکي په منظمه توګه د ملا اغا په نوم یوه کس له‌خوا، له پاکستانه سوق او اداره او رهبري کېدل. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي.

پاکستان د مېرمنو لپاره ځانګړي عدالتونه جوړوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې هر کال پنځه زره مېرمنې په کورني تشدد کې وژل کېږي او په زرګونه نورې ټپي کېږي. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې پر مېرمنو د کورني تشدد د مخنیوي لپاره په ملک کې په سلګونه ځانګړي عدالتونه جوړ کړي. د دې عدالتونو هدف دا دی چې یوازې د مېرمنو مسلې واوري او هغه هوارې کړي. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو څخه رپوټ جوړ کړی دی.

کابل - کندهار چاودنې: لسګونه کسان مړه - ژوبل

Mashaalradio.com 

د کابل پوهنتون کې د جولايي په ۱۹مه، چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۳ ژوبل شوي دي. د کابل چادونه مخکې د جولای پر ۱۸مه، په کندهار کې په دوو موټر بم بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۹۰ ژوبل شول.

یوه سړي په جاپان کې د فلمونو د نندارې یوې سټوډیو ته اور اچولی

Pa.azadiradio.com 

د جاپان پولیس وايي، یوه سړي چې نارې یې وهلې"تاسو مرئ" د کیوټو په ښار کې د انمېشن فلمونو د نندارې یوې سټوډیو ته اور اچولی دی. ویل کېږي چې دې سړي دا اور د سوځېدونکې مایع په وسیله لګولی دی. په دې اور اچونه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي. چارواکو خبریالانو ته ویلي، د دې اورلګونې په تور یو ۴۱ کلن سړی چې په دې سټوډیو کې یې کار نه کاوه، پېژندل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی. پولیسو د پېښې په اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شاهدان وايي، تورن کس د یو څه په اړه چې ګواګې دې سټوډیو ترې غلا کړې، شکایت کاوه. Читать дальше...

د قزاقستان په الماتا کې په یوه ګدام کې له پرون راهېسې اور لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په الماتا ښار کې د رنګونو په یوه ګدام کې له پرون راهېسې اور لګېدلی چې الماتا د دې هېواد تر ټولو ستر ښار دی. د قزاقستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې چارواکي وايي، د دې اور وژنې لپاره یې دوه هیلوکوپټرې، ۶۷ کارمندان او د اطفایې ۲۷ موټر ګمارلي دي. دا اورلګېدنه د الماتا ښار په ژیتیسو سیمه کې رامنځته شوې او د چارواکو په وینا، لا هم اور وژونکې ډلې د اور د کابو کولو هڅې کوي، څو نور ښار ته پراخه نه شي. تر اوسه په دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شي.

د ناروغۍ درد او د پلار د نشتوالي غم

Pa.azadiradio.com 

خدیجه ۱۴ کاله عمر لري او له پیدایښته په دغه ناروغۍ اخته شوې ده. پلار یي هم ورته شا کړې او ترې تښتېدلی. د ازادی راډیو خبریالې لېمه هادي د دغه کورنۍ کورته ورغلې او په اړه‌یې راپور چمتو کړی. اېډېټ: لېمه هادي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د انتخاباتو د امنیت ټینګولو ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو ډاډ ورکړ. حمدالله محب، پرون پنجشنبه د پروان ولایت د سفر په ترڅ کې وویل، حکومت هڅه کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات په شفاف او خوندي ډول ترسره شي. ده وویل: ډاډ ورکوم چې موږ انتخاباتو ته تیاری لرو، د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوو، ان شاالله څه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وس پوره وي، د انتخاباتو کمېسیونونو ته یې وړاندې کوو، څو ارام او شفاف انتخابات وکړي. ناامنۍ او د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو شدت په افغانستان کې د انتخاباتو د لارې غټه ستونزه ګڼل کېږي. Читать дальше...

د سلواکیا پولیس دغلته د څو ورکو افغان نجونو د موندلو لټه کوي

Pa.azadiradio.com 

د سلواکیا پولیس د افغانستان د نجونو د لومړني ارکستر د هغو څلورو غړو د موندلو لټه کوي چې په یوه فیسټوال کې له ګډون وروسته له هوټله بې درکه شوي دي. ۳۵ کسیز افغاني ارکستر د شنبې په ورځ د جولای په ۱۳مه د چک جمهوریت پولې ته نږدې د سلواکیا په ترینڅین لوېدیځ ښارګوټي کې د پوهودا په نوم په فیسټوال کې موسیقي اجرا کړه. د سلواکیا پولیس وايي، د دې ارکستر چې زهره نومېږي، ۴ غړې د یکشنبې په ورځ  له خپل هوټله بې درکه شوي دي. د ترینڅین د سیمه ییزو پولیسو ویندوی پاول کودلیڅکا وايي چې د موسیقۍ د ارکستر غړي له... Читать дальше...

د سوېډن کمېټه: د میدان وردګ کلینیکونه به سبا شنبه بېرته پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هیله څرګندوي چې په میدان وردګ ولایت کې به د دې کمېټې د کلینیکونو فعالیت سر له سبا بیا پیل شي. دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې په میدان وردګ ولایت کې خپل ۴۲ روغتیايي مرکزونه بند کړي دي. د سویډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د میدان وردګ یو شمېر قومي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي دي. ده زیاته کړه: له ولسوالیو مشران راغلي وو چې وروسته طالبانو ته ورغلل، له هغوی سره یې خبرې وکړې، خوشبیني... Читать дальше...

په اروزګان کې د وچې مېوې د یوه لوی مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وچې مېوې لپاره د یوه لوی مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې. په ترینکوټ کې دا مارکېټ په داسې حال کې جوړېږي چې دا ښار له شااوخوا دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ دی. د ترینکوټ ښاروال انجنیر نعمت الله بختیار د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دې مارکېټ په جوړولو به ۱۹ ميلیونه افغانۍ ولګېږي. د ترینکوټ اوسېدونکي د مارکېټ په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې ولایت یې تراوسه پورې د وچې مېوې د عرضه کولو لپاره مناسب ځای نه درلود. اروزګان یو له هغو ولایتونو... Читать дальше...

په خلیج کې د ازادې بېړۍ چلونې په اړه له نړیوالې ټولنې سره د امریکا خبرې

Pa.azadiradio.com 

په خلیج کې له یو شمېر حملو وروسته چې د تور ګوته یې ایران ته ونیول شوه، د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان کنټ مکنزي پرون پنجشنبه ژمنه وکړه چې د خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې به د سمندري امنیت د خوندیتوب لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د ازبکستان د یوه پخواني ولسمشر لور له محبسه په امبولانس کې وړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلناره کریمووا له محبسه په امبولانس کې وړل شوې ده. دا خبره پرون پنجشنبه د کریمووا مدافع وکیل په یوه ټوېټ کې کړې ده. د هغې مدافع وکیل لیکلي، د زندان مخته یې د خپلې موکلې انتظار کاوه چې امبولانس ښکاره شو. دی وايي چې یوې باوري سرچینې ورته ویلي چې کریمووا په امبولانس کې وه. کریمووا د سږ کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې د نظربندۍ د مقرراتو د سرغړونې په تور محبس ته ولېږل شوه. دا په ۲۰۱۵ میلادي کال د اختلاس او باج اخیستو په تور په ۵ کاله بند محکومه شوه.

امریکا د عراق پر ۲ پخوانیو والیانو او ۲ سختدریځو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو د بشري حقونو د سرغړونې او فساد په خاطر د عراق پر دوو پخوانیو والیانو او دوو سختدریځو مشرانو بندیز ولګاوه. د امریکا د خزانې وزارت پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، د عراق د صلاح الدین ولایت پر پخواني والي احمد الجُبیري او د نینوا پر پخواني والي ناوفل حمادي السلطان یې له دولتي شتمنیو څخه د ناوړه استفادې په شمول د فساد په بېلابېلو قضیو کې د لاس لرلو په خاطر بندیز لګولی دی. ریان الکیلداني او واد قادو د دوو سختدریځو ډلو مشران دي چې یو یې مسیحي او بل د شابک اقلیت غړی دی. د... Читать дальше...