ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د سالنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل له خپلو ملګرو سره وژل شوی

0
د پروان سیمه ییز چارواکي وایي، د سالنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل له خپلو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.


د پروان د سیاګرد ولسوال نور اقاسامع ازادي راډیو ته وویل چې شااوخوا پنځوسو وسله والو طالبانو تېره شپه د سیاه ګرد ولسوالۍ د چهارقلعه سیمې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د ده په خبره، له درنو تلفاتو سره بېرته په شاتمبول شوي دي.


ښاغلي سامع وویل، په وژل شویو کې د سالنګ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل قاري مناف هم وژل شوی دی.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.