ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د معلولینو افغان لوبغاړي نن اندونیزیا ته روان شو

0
د افغانستان د بدني روزنې فدراسیون وايي، په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د معلولینو ټيم نن اندونیزیا ته روان شو.


د دغه فدراسیون ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د اکټوبر په څلورمه پیلېږي او دوه اوونۍ به دوام وکړي.


نوموړي وویل، دوی چمتووالی لري او له ښو لاسته راوړنو سره به افغانستان ته راستانه شي.


افغان لوبغاړي به د وزن اوچتولو، باسکټبال او په بېلابېلو نورو برخو کې سیالۍ وکړي.