د هلمند والي: یو شمېر بهرني وسله وال د کجکي بند په اړه معلومات ټولوي
د هلمند والي محمد یاسین وايي، د ایرانیانو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع چې په پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ سمبال دي دغه ولایت ته راغلي او د کجکي بند په اړه معلومات ټولوي.
