ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

چارواکي: د کونړ په ماڼوګي کې ۵ داعش وسله وال وژل شوي

0
د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش ډلې د پنځو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.


په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي نن يکشنبه ازادي راډیو ته وویل بهرنيو ځواکونو پرون مازيګر د داعش پر وسله والو حمله کړې چې ٥ تنه يې وروژلي دي.


یوسفزی وایي، په دغه برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتى.