ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

افغان سوداګر د مسکو په سوداګریز نندارتون کې ګډون کوي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په روسیه کې د یوشمېر هېوادونو د سوداګریزو مالونو نندارتون جوړ شي.


د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل په دغه نندارتون کې به شاه خوا۲۰ افغان سوداګر او د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې پلاوی هم ګډون وکړي.


نوموړی زیاتوي چې د دغه نندارتون په څنډه کې به د افغان سوداګریزو مالونو د تعرفې د زیاتوالي په اړه د کابل او مسکو ترمنځ سوداګریز تفاهم لیک هم لاسلیک شي.


د معلوماتو له مخې د مسکو په دغه درې ورځني نندارتون کې به د افغانستان وچه، تازه مېوه، زعفران او قالینې نندارې ته کېښودل شي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې باور ده چې له روسیې سره کړکېچنو د کابل او مسکو ترمنځ سوداګرۍ باندې ناوړه اغیز کړی او تمه ښيي چې په روسیه کې جوړېدونکی نندارتون او کنفرانس به وتوانېږي چې له دغه هېواد سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه لوړه کړي.