ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

د امريکا د ملي امنيت سلاکار له روسي چارواکو سره وکتل

0
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بالټُن ته وويل، مسکو ته د ده سفر يو څه هيله وربخښلې چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د خرابو شويو اړيکو د ښه کېدو لپاره اقدامات کېداى شي.


 


 بولټُن چې مسکو ته تللى د روسيې له ولسمشر سره د امريکا او روسيې پر اړيکو، دغه راز د امريکا او روسيې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمير پوتين ترمنځ د ممکنه سرمشريزې په اړه خبرې وکړې. په پام کې ده دغه سرمشريزه راتلونکې ميلادي مياشت وشي.


 


د امريکا د ملي امنيت سلاکار نن په کرملين ماڼۍ کې تر خپلې غونډې مخکې له خبريالانو سره لنډې خبرې وکړې.


 


بلخوا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل:


 


”روسيې هېڅکله د مقابلې هڅه نه ده کړې او هيله منه ده چې نن د برابرۍ، احترام او دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ د خپلو زيانمنو شويو اړيکو د بيا اعادې لپاره خبرې وکړي.“


 


ښاغلي بولټُن هم ويلي، چې تمه لري چې د اړيکو ښه کېدو لپاره بحثونه وکړي.


 


د امريکا د ملي امنيت سلاکار د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف او د ملي امنيت له عالي رتبه غړي يوري ايفريانوف سره تر جلا-جلا خبرو وروسته له پوتين سره وکتل.