ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

منګل: په ميدان وردګ کې ٣٨ وسلوال طالبان وژل شوي

0
د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي په جلرېز ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عمليات په شدت سره روان دي.


 


روانه اوونۍ له جلرېز څخه د وسلوالو لاس ته د څو پوستو د ورتلو او د ګڼو سرتېرو د برمته کېدو خبرونه ورکړل شوي وو.


 


خو د والي وياند عبدالرحمن منګل نن ازادۍ راډيو ته وويل، له يکشنبې راهيسې په ځوابي پوځي عملياتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:


 


”په دغو عملياتو کې ٣٨ وسلوال طالبان وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو او ټپيانو کې د دوى مهم قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي. په جلرېز ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو مقاومت کمزورى شوى دى.“


 


د والي وياند وايي د جلرېز ولسوالۍ اول نمبر لويه لار له ماينونو پاکه شوې او د ټرافيکو پرمخ پرانيستې ده.


 


عبدالرحمن منګل په دغو عملياتو کې د ٤ سرتېرو د وژل کېدو او ١٠ نورو د ټپي کېدو خبر هم تاييد کړ.