ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

مټېس وایي، د حکومت او طالبانو د مذاکرو لپاره هڅوونکې نښې ويني

0
د امريکا د متحدو ايالتونو دفاع وزير وايي، تر ١٧ کلنې جګړې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د حقيقي مذاکرو لپاره هڅوونکې نښې ويني.


جيمز مټېس چې پرون يې په امريکا کې په دې اړه خبرې کولې، د درېيو ورځو لپاره يې د طالبانو د اوربند د رعايت موضوع ته اشاره وکړه چې تر دوى مخکې ولسمشر غني دغسې يو اوربند پېشنهاد کړى و. 


د کوچني اختر په درېيو ورځو کې دولتي ځواکونو او طالبانو خپلې جګړې درولې وې. 


که څه هم افغان حکومت هغه اوربند چې د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې اعلان کړى و، د لسو نورو ورځو لپاره تمديد کړ، خو طالبانو خپل درې ورځنى اوربند تمديد نه کړ، بلکې ٨ ورځې مخکې يې بېرته خپلې حملې پيل کړې. 


د امريکا دفاع وزير وويل، که څه هم طالبانو د اوربند د غځولو لپاره يو چانس له لاسه ورکړ، خو دا چې ګڼ طالب جنګيالي د اختر په خوشحالۍ کې د افغانستان له امنيتي ځواکونو او ملکيانو سره شريک شوي وو، دى هڅول شوى دى. 


ښاغلى مټېس چې پرون اسيا ته په رسمي سفر تر روانېدو مخکې، په الاسکا کې د ايلسون په نوم د هوايي ځواک په اډه کې خبرې کولې، ویې ويل چې ولسمشر غني مناسب اقدام کړى دى.