ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

نسرین ستوده د ضمانت له ورکولو ډډه کړې

0
په ایران کې د بشري حقونو یوې نامتو فعالې چې د جون په ۱۳ مه نیول شوې وه، د ضمانت له ورکولو ډډه کړې ده.


په دې اړه ایراني رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ.


د بشري حقونو د مدافع وکیلې نسرین ستوده خاوند رضا خندان د ايسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې مېرمن یې د هغو شپږ نیم میلیاردو ریالو چې یو سلو پنځوس زره امریکايي ډالر کېږي، ضمانت ورکول رد کړي چې محکمې ټاکلي وو.


ستوده د ایران د حکومتي سیستم خلاف په توطیه او تبلیغاتو تورنه ده.


نوموړې د هغو ښځو دفاع کوله چې د سر پټولو خلاف د اعتراض له کبله پرې محکمو کې قضیې ثبت شوې وې.


خندان د ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې مېرمن یې باور لري چې پرې لیګېدلې تورونه بې بنسټه دي، نو ځکه خو د ضمانت ورکول پر ځای کار نه دی.