ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

د پاکستان پوځ وايي ۲ افغان سرتېري یې چمن کې افغان لوري ته سپارلي

0
د پاکستان پوځ وایي چې دوه افغان سرتېرې یې په چمن کې افغان لوري ته سپارلي دي.


د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې چې پرون چهارشنبې خپره شوه ویلي دي چې حیات‎الله او لطیف‎الله خان یې د چمن په سرحدي سیمه کې افغان پولیسو ته تسلیم کړل.


د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې دا دوه افغان سرتېرې سهواً له کرښې د پاکستان لور ته پورې وتلي وو چې بیا پاکستاني حکومتي ملېشه‎وو نیولي وو.


په اعلامیه کې نه‎دي ویل شوي چې دغه عسکر کله د پاکستان لوري ته اوښتې وو.