ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

م.م: روان کال یولک او ۳۷زره افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي

0
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د روان مېلادي کاله له پيله، د طبيعي افتونو او ناامنيو له کبله تر يولک او دودېرش زره زيات کسان بېځايه شوي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، د جنورۍ له اولې د جون تر ١٧مې يولک و دودېرش زره او اووه سوه څلور څلوېښت افغانان له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.


دغې ادارې په خپل راپور کې چې د سې شنبې ناوخته يې خپور کړى ويلي، تر ۵٧٠٠ زيات کسان يوازې تېره اوونۍ بېځايه شوي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي په ٢٠١٧مېلادي کال په افغانستان کې څلور لکه پنځه څلوېښت زره کسان بېځايه شوي وو.