ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

په غزني کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور ۲پولیس نیول شوي

0
په غزني ولايت کې چارواکو له وسله والو طالبانو سره د پټو معلوماتو شريکولو په تور د ٢ پوليسو د نيول کېدو خبر ورکړى دى.


ويل شوي چې دغو دوو پوليسو په ګيرو او اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو پټ معلومات له وسله والو طالبانو سره شريکول.


د غزني امنيه قوماندانۍ نن چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه دوه پوليس پرون د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيول شوي او د تحقيقاتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.