ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۴۷ کسان نیولي

0
له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۴۷ کسان د لسګونو کیلوګرامو نشه‎يي موادو په تور نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو ولایتونو کې ۳۳ عملیاتونه کړي چې په نتيجه کې یې ۴۷ کسان تر ۶۵۲ کیلو ګرامو زیاتو نشه‎يي موادو سره نیولي او بيا يې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.


له نیول شوېو کسانو څخه تر دوو کیلو او ۸۳۲ ګرامو ډېر هیروئین او ۳۵۴ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي چې په هېواد کې دننه او بهر ته‎یې قاچاق کول.


د یادونې وړده چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.