ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

امریکا یو پاکستانی د نشه‌يي توکو د شبکې د رهبرۍ په تور محکوم کړ

0
د امریکا متحده ایالتونو فډرال محکمې یو پاکستانی د نشه‎يي موادو د شبکې د رهبرۍ په تور په عمري بند محکوم کړ.


د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شهباز خان په نوم پاکستانی په ۲۰۱۶ میلادي کال په لیبریا کې نیول شوی او بیا د امریکا متحده ایالتونو ته سپارل شوی دی.


دا پاکستانی په افغانستان او پاکستان کې د نشه‎يي موادو د یوې قاچاقي شبکې په رهبرۍ تورن شوی چې په زرګونو کیلو ګرامه هیروئین یې د هوا او سمندر له لارې امریکا ته قاچاقول.


د نیویارک فډرال محکمې قاضي د قضائيې غونډې په پای کې اعلان وکړ چې شهبازخان به لومړی نشه‎يي مواد له افغانستان او پاکستانه امریکا ته قاچاق کول او بيا به‎يې له‎دې لارې لاسته راغلي پیسې هغو جنګي ډلو ته ورکولې چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوي.


پر شهباز خان د محکمې وروستۍ پرېکړه به د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې وشي.