ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

د هرات د هوايي ډګر پولیسو ۲ تنه د نشه‌يي توکو قاچاقچیان نیولي

0
د هرات ولایت د هوايي ډګر پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نشه‎يي مواد هند ته قاچاق کړي.


د هرات د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نېک‎نام ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د هرات ولايت اوسېدونکي دي.


دوی د هیروئینو ۱۸۳ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‎یې په مستقیم پرواز کې يې د هندوستان ډيلي ته قاچاق کړي.


د یادونې وړ ده چې په تېرو ۴۵ ورځو کې د هرات ولايت سرحدي پولیسو ۲۳ کسان نیولي چې غوښتل‎یې ۱۲ کیلوګرامه نشه‎يي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.