د مشال خان کیس، عدالت د ۲۵ کسانو سزاګانې وځنډولې
د پېښور های کورټ ايبټ اباد سرکټ بينچ د نهې پر ورځ د هغو ۲۵ کسانو د بند سزاګانې وځنډولې چې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي، مشال خان د وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ورکړې وې.
