ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

ګوترش: ژر تر ژره دې په سوریه کې ۳۰ ورځنی اوربند عملي شي

0
د ملګرومتلونو عمومي منشي انتونیوګوترش د سوریې په کورنۍ جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې په بېړني ډول هغه ۳۰ ورځنی اوربند چې د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې یې غوښتنه شوې، عملي کړي.


ګوترش نن دوشنبه د سویس په جنیوا ښار کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل چې مرسته کوونکې ادارې په غوطه الشرقیه کې چې د وسله والو ډلو تر واکمنۍ لاندې ده، خلکو ته د بېړنیو مرستو رسولو تیاری لري.


انتونیوګوترش وویل:


"لکه څرنګه چې ما د شنبې په ورځ په امنیت شورا کې وویل، وایم چې غوطه الشرقیه نور انتظار نه شي کولای، نور یې وخت را رسېدلی چې پر ځمکه د دې دوزخ مخنیوی وشي."


د ملګروملتونوامنیت شورا د شنبې په ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په سوریه کې له ځنډه پرته د اوربند د ټینګېدو غوښتنه په کې شوې ده.


د اوربند هدف د جګړې په سیمو کې ملکي خلکو ته د خوراکي موادو او دوا رسول دی.