ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

ترکیې له چک جمهوریته د سوریې د کردانو مشر صالح مسلم غوښتی

0
د ترکیې حکومت وايي، رسمي اسناد یې د چک جمهوریت چارواکو ته سپارلي او رسماً یې غوښتنه کړې چې د سوریې د کردانو د ټولنې پېژندل شوی مشر صالح مسلم ورته وسپاري.


صالح مسلم مخکې په سوریه کې د ډموکراتیک اتحاد ګوند مشر و.


د ترکیې د صدراعظم مرستیال بکیربوزداق ویلي چې صالح مسلم به سبا سې شنبه د چک جمهوریت په پلازمېنه کې محکمې ته حاضر شي.


مسلم د یکشنبې په ورځ د انقرې په غوښتنه په پراګ کې پولیسو ونیو.


د ډموکراتیک اتحاد ګوند غړو پر ترکیې تور پورې کړی چې له قانوني صلاحیته پرته د نورو هېوادونو د وګړو د توقیف غوښتنه کوي.


د ترکیې حکومت له هغه راهیسې چې محکمې صالح مسلم د "هېواد او حکومت یووالي" ته په زیان رسولو تورن کړ، د هغه د نیولو په لټه کې و.


د ترکیې حکومت د ډموکراتیک اتحاد ګوند چې د سوریې په شمال کې د مېشتو کردانو مهم سیاسي قوت بلل کېږي، ترورېست ګروپ ګڼي.