ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

د «م.م» امنيت شورا د سوريې د غوطه بحران حل ته رأيه ورکوي

0
په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د سوريې د غوطه سيمې د بحران حل ته رأيه ورکړي. 


امريکايي ډيپلوماټان غواړي په سيمه کې دېرش ورځنى اوربند ټينګ شي. 


د دې غونډې په درشل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له روسيې وغوښتل چې پر سوريه دې له خپل نفوذه په استفاده پر دغه اوربند سلا شي.


د امريکا متحدو ايالتونو دغه راز ويلي چې د غوطې په ختيځ کې د بمبارۍ لوى مسؤليت د روسيې پر غاړه دى. 


ملګري ملتونه په داسې حال کې په سوريه کې د اوربند غوښتنه کوي چې د سوريې د حکومت الوتکو د پنځمې پرله پسې ورځې په مخه د غوطې په ختيځ کې خپلو بمباريو ته ادامه ورکړه. 


د ځينو راپورونو له مخې، له يکشنبې راهيسې او د سوريې د حکومت دغه راز د هغه د متحدانو د هوايي حملو له زياتېدو سره په غوطه کې تر ٤٠٠ ډېر کسان وژل شوي او ١٥٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي. 


د سوريې په اووه کلنه جګړه کې ايران او روسيې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم ملاتړ کړى دى.