ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

سبا جمعه په بامیانو کې د ژمنیو سیالیو فستیوال جوړېږي

0
سبا جمعه په بامیانو ولایت کې د ژمنیو سیالیو فستیوال جوړېږي.


د بامیانو ولایت د والي ویاند عبدالرحمان احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له ټول افغانستان څخه د ژمنیو سیالیو ۱۵۰ لوبغاړي ګډون کوي.


دی وايي، دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او په‌کې د سکي، سنوبورډ او د یخ په سر د سکټ لوبې تر سره کېږي.


ټاکل شوې چې دغه سیالۍ په لومړۍ ورځ په بند امیر او په دوهمه ورځ د شهیدانو په سیمه کې تر سره شي.


دا سیالۍ د المپیک د ملي کمېټې له‌خوا تر سره کېږي.