ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

راما: د البانیا او کوزوو لپاره یو ولسمشر ممکن، خو ستونزمن دی

0
د البانیا صدراعظم ایډي راما وايي، هېواد یې او کوزوو چې ګاونډی یې دی، کولای شي یوه ورځ یو ولسمشر ولري، خو د ښاغلي راما په وینا، دا کار په نېږدې راتلونکي کې امکان نه لري.


د البانیا صدراعظم دا څرګندونې پرون یکشنبه له صربیا څخه د کوزوو د ازادۍ د ۱۰مې کلیزې په مناسبت د کوزوو پارلمان ته په وینا کې وکړې.


د ایډي راما په وینا، د البانیا او کوزوو لپاره د یو ولسمشر لرل به د دې دوو هېوادونو ترمنځ د یووالي څرګندوی وي.


ګومان کېږي چې د البانیا د صدراعظم دا څرګندونې به د صربیا د چارواکو غوسه راوپاروي.


صربي چارواکو تر دې مخکې هم دا هېواد د یوې لویې البانیا د جوړولو په هڅو تورن کړي وو.