ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د ودانۍ ډبره کېښودل شوه

0
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د ودانۍ ډبره کېښودل شوه.


د پوهنتون د دغي ودانۍ لپاره پنځه کاله مخکې د افغانستان له ملي بودجې پیسې بېلې شوې وې، خو د یوشمېر زورواکانو له خوايې ټوله ځمکه غصب شوې وه چې تر ډېرو هلو ځلو ورسته نن دوشنبه د ارزګان ولایتي اداره وتوانېده چې د یاد پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېږدي.


د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د پوهنتون د بنسټ د ډبري د ايښودو پرمهال رسنیو ته وویل چې د پوهنتون دغه ودانۍ چې ۳۳ میليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د یوه کال په موده کې به يې کارونه په ښه معیار بشپړ شي.


د ارزګان پوهنتون د کندهار پوهنتون یوڅانګه ده چې له ۶ کلونو راهیسې لاتر اوسه خپله ودانۍ نه لري او مسؤلين او محصیلین يې تل له ستونزو سرټکوي.


د پوهنتون د مسؤلینو په خبره چې دوی دامهال تر ۵۰ زیاتو اداري خونو ته اړتیا لري، خو ټولې چارې په ۳۰ اداري خونو کې مخته وړي چې د دې ودانۍ په جوړېدو به دغه ستونزې حل شي.


د یادونې وړ ده چې د ارزګان پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو لپاره په تېر کال پنځه میلیونه ډالره بودجه منظور شوې وه، خو د نا امنیو او نورو ستونزو له کبله دغه بودجه سږ کال دوه نیم میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده.