ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

د ایران پخواني ولسمشر احمدي نژاد پر قضايي ادارې انتقاد کړی

0
د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد وروسته له هغې چې څو ملاتړي یې ونیول شول بیا د ایران پر ځواکمنې قضایي ادارې انتقاد کړی دی.


د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د کالیزې په مناسبت یوه لیک کې احمدي نژاد ویلي چې قضایي اداره په ایران کې د خلکو ضد د فشار د یوې اساسي ستنې په توګه بدله شوې ده.


هغه دغه لیک وروسته له هغې استولی چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې اته فعالان چې د احمدي نژاد ملاتړي بلل شوي، توقیف شوي دي.


د دغو فعالانو د توقیف کېدو د دلایلو په اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي.


د راپورونو له مخې یو شمېر په ضمانت خوشې شوي دي.