ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

غني: له پاکستاني لوري څخه د عملي اقداماتو غوښتونکي یو

0
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د طالبانو مرکز پاکستان دی او دا هېواد باید دوی ته د سپارل شویو لېستونو او معلوماتو سره سم قاطع تصمیم ونیسي. 


ولسمشر اشرف غني نن د جمعې د لمانځه پر مهال په ارګ کې راټولو شویو خلکو ته وویل:


"موږ له پاکستاني لوري څخه د عملي اقداماتو غوښتونکي یو، خبرې او پروسې د کاعذونو پر مخ خبرې دي او افغان ولس په څرګنده د عمل غوښتونکی دی."


ولسمشر د وروستیو بریدونو وروسته د کابل په شمول په ځینو ولایتونو کې د مخالفو وسله والو پر ضد د عملیاتو یادونه وکړه او دا یې بریالي وبلل.


نوموړي وویل، امنیتي ادارې د یکشنبې په ورځ ورته د کابل د امنیت یو هر اړخېز پلان سپاري چې په عملي کېدو به یې په دې ښار کې امنیت بهتره شي. 


افغان ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د خلکو د امنیت په برخه کې واړه سیاستونه ځای نه لري او په دې برخه کې به جوړجاړی ونه کړي.