ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

اېمل ولي خان وايي له تیرا "په زور" د خلکو ایستل نه مني

0
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان یو ځل بیا د پاکستان او خیبر پښتونخوا پر حکومتونو او امنیتي چارواکو غږ کړی چې په تیرا کې دې د عملیاتو له پرېکړې په شا شي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۵مه په کراچۍ کې د خدايي خدمتګار تحریک د بنسټګر او عدم تشدد د مفکورې مبارز باچا خان ۳۸م او د ملتپاله سیاستوال ولي خان ۲۰م تلین اونۍ لمانځلو په مناسبت جلسې ته په وینا کې وویل، دا ورته بالکل د منلو نه ده چې په عملیاتو کې دې "درنې بمبارۍ" وشي او "زرګونه پښتانه په زور بې کوره" شي. نوموړي د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو هم غږ وکړ چې د تیرا د ولس پر حالت دې غږ پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوو اونیو راهیسې له تیرا څخه لسګونه زره خلکو کډې کړې دي. د پاکستان او خیبر پښتونخوا لا د اېمل ولي خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو صوبايي حکومت تر دې مخکې په بیا بیا د عملیاتو مخالفت کړی دی او اعلاوزیر وايي چې امنیتي چارواکو د تیرا ولسي مشران مجبوره کړل چې کډوالۍ ته غاړه کښېږدي. خو د پاکستان اطلاعاتو وزارت وايي، تیراوالو ته وفاقي حکومت او پوځ د مېنو پرېښودو امر نه دی کړی بلکې دا حکم صوبايي حکومت ورکړی دی او د هغوی د مرستې لپاره یې څلور اربه (مېلیارده) روپۍ هم بېلې کړې دي. ویډيويي رپورټ.