ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30
31

د ملګروملتونو دوو ادارو په سخته یخنۍ کې د زلزله ځپلو او هیواد ته د ستنو شویو وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړه

0

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو له امله چې د مرګ ژوبلې سبب شوي، د ملګرو ملتونو دوو ادارو د زلزله ځپلو د ژوند د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ د دلوې په پنځمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې سخت ژمی تر ټولو ډېر زیان، زیانګالواو بې ‌وسه خلکو ته رسوي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې درنې واورې په کونړ کې د زلزله ځپلو خېمې نسکورې کړې دي.

د افغانستان ختیځ د سنبلې په میاشت کې د یوې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې شاهد و.

د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان، چې ډېری یې په کونړ ولایت کې وو، وژل شوي او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي. زرګونه کورونه هم د زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.

اوچا ویلي چې د واورې له امله د لارو بندېدا او روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسي ماشومان او لویان له جدي خطر سره مخ کړي دي.

دې ادارې ویلي چې بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا ده.

پوښتنه دا ده چې په خپله کورنۍ د ژمي په دې سخته یخنۍ کې څه کولای شي او کومو ټکو ته باید پام وکړي چې په تیره خپل ماشومان له یخنۍ سره تړلو ناروغیو خوندي کړي؟ په دې اړه د کابل د طب پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر احمدالدین معارج داسې سپاښتنې کوي:

غږ

" زما مشوره هیوادوالو ته داده، یوخو داچې ماشومان څنګه ګرم وساتي ځکه دا مهمه ده چې د مرضونو جلوګیري وشي. یوتعداد مرضونه دي چې په تیره ویروسونه یې په سړه هوا کې تکثر کوي او معمولاً د تنفسي ناروغیو او کله کله هم د دماغي ناروغیو سبب کیږي. نو د دې لپاره چې له دغو ناروغیو نه جلوګیري وشي، بهتره داده چې محیط ګرم شي یعنې هغه د کوټې هوا ګرمه وساتل شي."

په دې اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت له امله له ۶۰ څخه ډېر کسان مړه او له سلو زیات نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکنډي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه به د دوشنبې په ورځ د دلوې په ۶ د نسبتاً درنې واورې، سخت باران او تېزو بادونو شاهدان وي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو اېن هبیټاټ) ویلي چې زرګونه بېرته راستانه شوي کډوال او د زلزلې له امله زیانمنې کورنۍ د ژمي په موسم کې له خوندي سرپناه پرته له سختې سړې هوا سره مخ دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې په اېکس شبکې کې لیکلي چې د دغو خلکو اړتیاوو ته رسېدنه باید ونه ځنډول شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۸ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.