ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو امر ثاني؛ څلور کاله وشول چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو په ټکو لنډمهاله بندیز لیرې نه شو

0

د طالبانو امرثاني او لنډمهاله بندیزونه.دا څلورم کال دی چې افغانې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د بیرته ستنیدو په تمه دي.د جنوري ۲۴مه چې د زده کړو نړیواله ورځ ده، یو ځل بیا يې د نړۍ پام له زده کړو محروم افغانو نجونو ته راړولی دی.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي،" د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز د نجونو د راتلونکي سربیره د افغانستان راتلونکی او پرمختګ په خطر کې اچولی دی".بل پلو، یونیسیف وايي، "دونیم میلیونه افغاني نجونې له زده کړو محرومې دي".خو طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې په ځلونو ادعا کړې چې دا بندیزونه لنډمهاله دي او د شرایطو له اماده کیدو وروسته نجونو ته اجازه ورکوي چې زده کړو ته ستنې شي، خو دا چې کله معلومه نه ده.د ښوونځي خاطرې "زه په ژاړم شوم او ټولګې ته راغلم، دوی هم راغلې، د دې په ځای چې بښنه وغواړي یا بل څه ووايي، یا د خپل کار څخه خجالته شي، دوی هم په ژاړه پیل وکړه، ما چې کله د دوی ژاړه وکته، زه ورته په خانده شوم".له زده کړو راګرځوله شوې شبانه نوري ده، وايي د ښوونځي خاطرې يې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته بیا هیڅ کله تکرار نه شوې.هغه د شپږم ټولګې د وروستیو ورځو کیسه کوي چې خپلو همصنفیانو سره يې په خانده او خوشالۍ تیرې کړي دي.د شبانې په ټکو، که پر زده کړو بندیز نه وو، اوس به له ښوونځي فارغه وه.هغه هیله منده ده چې طالبان را روان پسرلۍ نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ستنې شي."یوه نوی هیله ده، نوی کال دی او له نوی کال سره اختر هم دی، هیله منده یم چې زموږ حکومت دا ځل د اختر په مبارکۍ کې نجونو ته د زده کړو اجازه په اختري کې ورکړي".طالبانو په ۲۰۲۱کال کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګیو پورته له زده کړو منعه کړې.دې ډلې د ۲۰۲۲کال په ډیسمبر میاشت کې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځولې.هغه مهال طالبانو ادعا کړې وه چې دا بندیزونه لنډمهاله او تر امرثاني پوری دي.ثمیه وايي، دا څلورم کال دی چې د طالبانو امرثاني را ونه رسید.د هغې په ټکو، د څلورو کلونو جبران ستونزمن دی او ډیرې نجونې د کورنیو له خوا اړ شوي چې د ژوند د ادامې لپاره له زده کړو پرته بله لار وټاکي.د ثمیې په ټکو، نجونې له سختو انتخابونو سره مخ دي."زده کړې نشته، نو کورنۍ نجونې مجبوري چې واده وکړي، ځیني نجوني خپله هم غواړي یو چا سره ژوند شریک کړي او دا ډیره سخته ده، ډیر نجونې په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي، بله چاره نشته مګر دا چې په تمه پاتې شو".پرون شنبې د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ وه.د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یونیسیف وايي،" تیرکال کې مو له نژدې ۴میلیونو افغان ماشومانو څخه د زده کړو په برخه کې ملاتړ کړی دی".د یونیسیف په ټکو،"افغانستان په نړۍ کې یوازیني هېواد دی چې نجونې په کې له زده کړو راګرځول شوي او د دغه بندیز له کبله دوه نیم میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوي چې دا د افغانستان پرمختګ په جدي توګه ګواښي".یونیسیف وړاندې ویلي،"زده کړې د بشري حق له مخې د هر ماشوم او تنګي ځوان حق او کرامت دی".ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ملاتړو ادارو په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکې ته لوی ګواښ بللی دی.د دې ادارو په ټکو،"پر زده کړو بندیز افغانستان د هرې ورځې په تیریدو سره له لوییدونکې ټولنیز او اقتصادي کرکیچ سره مخامخ کوي".د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنیټ پرون شنبې د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" دنجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز د نجونو او ښځو د ژوند د اغیزمنولو سربیره د افغانستان راتلونکی په خطر کې اچولی دی".د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر اکس پاڼه په خپاره کړې پیغام کې ویلي،" په نړۍ کې نژدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان د فقر، بیوزلۍ، جګړې، طبیعي پېښو او کډوالۍ له کبله له زده کړو پاتې دي".د جنوري ۲۴مه هرکال په نړۍ کې د زده کړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.