ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30
31

د ایران په رشت ښار کې نور مړي موندل شوي

0
د ايران له شمالي ښار رشت څخه داسې ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي چې د وژل شویو کسانو جسدونه پکې ښکاري. دا ویډیوګانې وروسته له هغه راڅرګندې شوې چې د روانې جنورۍ میاشتې د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د سختو عملیاتو په اړه راپورونه خپاره شول. یو جلاوطنه ایراني او د بشري حقونو وکیل، چې په ایران کې دننه يې له عیني شاهدانو سره خبرې کړي، د مشال راډيو ايرانۍ څانګې ته ویلي چې امنیتي ځواکونو پر هغو خلکو ډزې کړي چې په یوه بازار کې دننه بند پاتې ول. د بشري حقونو د یوې ډلې هرنا د معلوماتو له مخې، د ايرانيو ځواکونو په عملیاتو کې له ۵،۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. اخوا د ایران حکومت ويلي چې په وروستیو مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي. په دې اړه د مشال راډيو د ايرانۍ څانګې فردا ويډيويي رپورټ :