افغانستان په اړه د دوحې جوړېدونکې څلورمه ناسته؛ شنونکي: نړۍ باید د افغانستان په اړه جدي پرېکړې وکړي
تمه ده چې د افغانستان په اړه د دوحې د ناستو څلورمه غونډه هم جوړه شي.
په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي علي احمد بن سیف آلثاني د دوحې د څلورمې ناستې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه ناوخته د اکټوبر۳۰مه په دې اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې نیویارک د دې کتنې پر مهال د دوحې په درېیمه ناسته کې رامنځته شوی پرمختګ مثبت او مهم بللی دی.
د اعلامیې په ټکو دواړو لوریو د دوحې د راتلونکې څلورمې ناستې لپاره د درېیمې هغې له تجربو او ترلاسه شویو پایلو څخه په استفادې ټینګار کړی دی.
که څه هم په اعلامیه کې د یادې غونډې د کره نېټې او د ګډونوالو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د راپورونو له مخې تمه ده چې دغه ناسته د روان میلادي کال له پای ته رسېدو مخکې جوړه شي.
یو شمېر افغانان وايي، د دوحې په ناسته کې باید نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روان کړکېچ په اړه جدي پرېکړې وکړي.
د کابل ښار اوسېدونکې لېمې او امینالله په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.
لېمه وايي: "په خبرونو کې مې واورېدل چې د دوحې څلورمه غونډه هم جوړېږي، له نړیوالو مې غوښتنه ده چې د افغانستان د مسایلو په اړه جدي غور وکړي، په ځانګړې توګه په مونږ مېرمنو چې کوم محدویتونه وضع شوي دي، په اړه یې باید جدي پرېکړې وکړي او د عملي کولو لپاره یې هم طرحې وړاندې کړي."
امینالله وايي: "دلته په افغانستان کې خلک له ډول ډول ستونزو سره مخاخ دي، له اقتصادي ستونزو رانیولې په بشري او د تعلیم برخه کې ستونزې ډېرې دي. د یوه افغان په توګه مې د نړۍ له استازو چې په دې غونډه کې سره راټولېږي، هیله ده چې د دغه ناورینونو په اړه پرېکړې وکړي."
تر دې دمه د افغانستان په اړه د دوحې درې غونډې شوي چې په لومړۍ کې یې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، په دوهمه کې طالبانو په خپله ګډون ونهکړ، په درېیمې هغې کې بیا چې د روان میلادي کال د جون په میاشت کې جوړه شوې وه د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوي ګډون کړی و، خو د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو او استازو ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
دا موضوع په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو چې د غونډې مشري یې کوله، ویلي وو چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو ښکېلتیا د هغوی د رسمیت پېژندنې معنا نه لري او په پرېکړو کې یې د افغان مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی و.
دغه شان د دغې دوه ورځنۍ غونډې په درېیمه ورځ بیا د مدني او ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره د لیدني او خبرو راپورونه ورکړل شول.
د سیاسي چارو پوه حکمتالله حکمت د افغانستان په اړ د دوحې د ناستو د پایلو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د دوحې او د ملګرو ملتونو د ناستو له دوام سره سره په وضعیت کې هغه ډول چې افغانان یې غواړي بدلون نه دی راغلی، خو د دغه ناستو دوام د دواړو افغانانو او لوېدیځې نړۍ لپاره یو اړتیا ده او هیله مو دا ده چې د دوحې څلورمه ناسته واقعیتونه درک کړي او یوه واقعي ناسته وي."
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې یې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې په دغه ناسته کې د طالبانو د ګډون په اړه ویلي وو.
که څه هم د څلورمې ناستې په اړه ډېر جزییات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو ملګري ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې ویلي چې د دوحې غونډو یوه مهمه موخه دا ده چې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کړي.