ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024

Новости за 06.10.2024

د کراچۍ په کلتوري مېله کې شاوخوا ۴۰۰ هنرمندانو ګډون کړی

Mashaalradio.com 

کراچۍ ته د نړۍ د ۴۰ هېوادونو خواوشا ۴۰۰ هنرمندان ورغلي دي. دوی په هغه کلتوري مېله کې ګډون کوي چې د سېپټېمبر پر ۲۶مه پيل شوې او د اکتوبر تر اخره به دوام لري. سندرې، نغمې، سټېج ډرامې او نڅاوې د دې مېلې برخه دي. په مېله کې د کوربه هېواد پاکستان او د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو ورغلي هنرمندان او هنرمندانې نڅاوې او نغمې وړاندې کوي. نندارچيان وايي په روانو ناامنه حالاتو کې دا مېله ښه ساتېری برابروي او نړۍ ته د پاکستان ښه انځور وړاندې کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ

منظور پشتین ادعا کړې چې پولیسو د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات فعالان نیولي دي

Mashaalradio.com 

د پي ټي اېم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.

اتر پردېش کې سېلابونو ګڼ کورونه ډوب کړي

Mashaalradio.com 

د هند په اتر پردېش کې د سختو بارانونو له کبله راغلو سېلابونو ډېر کورونه ډوب کړي دي. دا وروسته له هغې چې په دې سیمه کې په موجود سیند کې اوبه زیاتې شوې او نږدې کلیو ته وختې. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رویټرز خبري اژانس له ویډیوګانو دا راپور برابر کړی.

روسيه کې د ۸۱۷ کيلوګرام په وزن درلودلو سره يو کدو ريکارډ خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د الکساندر چسوف په نوم يو بڼوال چې د نړۍ د يو لوی کدو روزنه يې ترسره کړې، په يوه حيرانوونکې سيالۍ کې ګټونکی شو. دا سيالي د هغو کسانو ترمنځ چې لوی کدوان روزي، د روسيې د نبات پېژندنې په يو لرغوني باغ کې جوړه شوې وه. نور په ويډيو کې: