ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024

Новости за 07.10.2024

پر اسراييل د حماس ډلې د حملې کال پوره شو

Pa.azadiradio.com 

یو کال مخکې په‌دې ورځ حماس ډلې پر اسرايیل ناببره حمله وکړه، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل. اسرايیل پر دغه هېواد د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت نن دوشنبه یادغونډه وکړه. نور په دې راپور کې:

بوسنیا کې سېلابونو لوی زیانونه اړولي دي

Mashaalradio.com 

په بوسنیا کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي او بېخبنا او ودانیو ته یې لوی زیان اړولی دی. د هغه هېواد اوسېدونکي وايي چې دا په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې تر ټولو لوی سېلاب وو. د سېلاب له وجې په یوشمېر سیمو کې بلدیاتي انتخابات ځنډېدلي دي او پکې د بحالۍ چارې روانې دي. د مشال راډیو د بالکان څانګې له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

هرات کې د تېر کال زلزله‌ځپلي په څه وضعيت کې دي؟

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه یوه زوروه زلزله راغلې وه، چې په‌کې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي وو. په زنده‌جان کې خلک وايي چې، د ولایت د نورو سیمو په ېیر دغلته هم د زلزلې یو کال تېرېدو سره کورونه، ښوونځي او روغتونونه ړنګ پراته دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د حماس هغه حمله چې اسراییل یې بدل کړ او د جګړې سبب شوه

Pa.azadiradio.com 

پر اسراییلو د حماس د برید یو کال پوره شو. حماس یو کال مخکې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې له ۱۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور يې برمته کړل. شاوخوا ۱۰ کسان لا هم له حماس سره برمته دي، خو ډېری یې وژل شوي دي. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

کراچۍ کې پر چينايي انجنیرانو ځانمرګي برید څومره زیان رسولی؟

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې پر چينایانو ځانمرګی برید کې د چينايي انجنیرانو پر وژل کېدو سربیره، ګڼ ګاډي سوځېدلي او پراخ ويجاړی شوی دی. د اکتوبر پر شپږمه، د جناح نړيوال هوايي‌ډګر سره نیږدې د شپې شوې دې حمله کې د ۲ چينايانو تر وژل کېدو وروسته د چين حکومت پر پاکستان غږ کړی چې وګړي دې یې خوندي او بریدګرو ته سزا ورکړي. د حملې ذمه واري له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي مجيد برېګېډ پر غاړه اخیستې. په دې برید کې يو چينايي وګړی او ۸ پاکستانيان ژوبل شوي هم دي. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي چې دا د چين ... Читать дальше...

کراچۍ: په بريد کې ۲ چينايي وګړي وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

سفارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د اکتوبر پر ۶مه د شبې شاوخوا ۱۱ بجې له جناح هوايي ډګر څخه د کراچۍ د پورټ قاسم د برېښنا شرکت کارکوونکي د چينايي وګړيو يوه قافله روانه وه چې حمله پرې وشوه،