ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024

Новости за 08.10.2024

ډنډ پټان کې له توپانه اغېزمن شوي کسان د مرستو غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پکتیا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له وروستۍ بړبوکۍ او توپان څخه زیانمن شوي کسان وايي چې کورونو او ابادیو ته يې دې طبيعي افت درانه تاوانونه رسولي او د کورونو زیاتره لمرينې ښېښې يې هم ماتې شوې دي. د ډنډ پټان اوسېدونکي له حکومتي او غېر حکومتي ادارو د بنیادي مرستو غوښتنه کوي. بل خوا ځايي چارواکي وايي چې تخنیکي ډلې يې د زیانونو سروې کړې ده او راپور يې له اړونده ادارو او موسسو سره شریک کړی دی. ويډيو رپورټ

پي ټي اېم وايي پر بنديزونو سربېره به "د پښتنو قامي عدالت" جوړوي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت د یو فرمان له لارې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ناقانونه سازمان ګرځولی، د غورځنګ مشران وايي د اکتوبر ۱۱مې جرګه به په هر حال کې کوي. په خيبر کې د کېدونکې دې جرګې په اړه د خیبر پښتونخوا يو صوبايي وزیر پښتون یار خان وايي د پي ټي اېم غوښتنې قانوني دي خو په جرګه کې د ګډون په اړه به یې ګوند پرېکړه کوي. په اونيزه خپرونه "د کرښې پر غاړه" کې دا ځل پر همدې موضوع بحث شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې پر پي ټي اېم لګول شوی بندیز سمدستي بېرته واخلي

Mashaalradio.com 

سازمان د اکتوبر پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې دا بندیز د سوله ییزو احتجاجونو او د لږکیو ډلو د فعالانو حقونو ته  سپکاوی دی. سازمان غوښتنه کړې چې حکومت باید په سمدستي توګه دغه بندیز لرې کړي او د پي ټي اېم د فعالانو او احتجاج کوونکو د ځورونو مخه ونیسي.

هرات کې یو کال مخکې زلزلې وران کړي کورونه لا نه دي رغول شوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه یوه زوروره زلزله راغلې وه چې پکې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسیدلي وو. د هرات په زنده جان سیمه کې خلک وايي چې د ولایت د نورو سیمو په څېر دغلته هم د زلزلې یو کال له تېرېدو باوجود کورونه، ښوونځي او روغتونونه لا هم ړنګ پراته دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي. انیسې اجمل په دې اړه د اسوشېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

پاکستانيو چارواکو ماهرنګ بلوڅه د کراچۍ له هوایی ډګره ستنه کړې ده

Mashaalradio.com 

بلوڅې د اکتوبر پر اوومه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې نیویارک ته یې سفر کاوه ترڅو د ټایم مجلې لخوا په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي، چېرته چې هغې د بشري حقونو په اړه سوله ییزې مبارزې لپاره بلنه ترلاسه کړې وه، خو چارواکو  څلور ساعته په هوايي ډګر کې ودروله او د سفر اجازه یې ور نه کړه.

په اسلام اباد کې "پښتونخوا هاوس" تړل شوی دی

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر اوومه سپیشل مجسټرېټ سردار محمد اصف او اسېسټنټ کمېشنر عبدالله د پښتونخوا هاوس مرکزي دروازه د یو کاغذ په لګولو بنده کړه چې پرې لیکل شوي ول چې "پښتونخوا هاوس د ودانیو د قواعدو خلاف ورزي په بنیاد تړل شوی."

د خیبر پښتونخوا کروندګر په عصري ډول خورما تیاروي

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په اېکسپو سېنټر کې د اکتوبر له څلورمې څخه تر شپږمې د خورما (کجورو) درې ورځنی نړیوال نندارتون جوړ شوی وو. په نندارتون کې د خیبر پښتونخوا سوداګرو او کروندګرو هم ګډون کړی وو. هغو کروندګرو پر خپلو ځمکو د امريکا د نړيوالې مرستندويه ادارې په همکارۍ په عصري ډول د خورما حاصلات تیار کړي ول او نندارې ته یې وړاندې کړل. دا چې هغه کروندګر د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته خورما څنګه وچوي، تفصیل په ویډیویي رپورټ کې.

مولانا فضل الرحمان: يوازې د قراردادونو منظورول فلسطينيانو ته ګټه نه رسوي

Mashaalradio.com 

تر کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلاميه کې په منځني ختيځ کې د سمدستي اوربند غوښتنې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته ويل شوي چې د فلسطين پر حالاتو دې د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وبلي.