ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د سرپرست وزیر تازه څرګندونو غبرګونونه پارولي

0
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په دوام، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د سرپرست وزیر تازه څرګندونو چې د ښځې غږ په کوم حالت کې عورت بلل کېږي، یوځل بیا غبرګونونه راپارولي دي.


پرون شنبه د اکټوبر ۲۶مه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت په ایکس‌پاڼه کې د د دغه وزارت سرپرست خالد حنفي هغه لنډ غږیږ پیغام خپور کړی چې په کوم حالت کې د ښځو غږعورت بلل کېږي.


خالد حنفي په خپلو دغو تازه څرګندونو کې ویلي، کله چې یو بالغه ښځه لمونځ کوي او مخې ته یې یوه بله بالغه مېرمن تېرېږي د "الحمدالله او سبحان الله" ویلو اجازه ورته نه‌شته.




هغه وايي: "هغه قانون چې تاسو راواخلئ (د امربالمعروف وروستی نافذ شوی قانون) هلته په یو قوس کې داسې لیکل شوي چې زوره او جهر سره ښځې قرائت، ترانه او سندرې نه شي ویلای، کله چې یو بالغه ښځه لمونځ کوي او مخې ته یې یوه بله بالغه خور تېرېږي الحمدالله او سبحان‌الله ته اجازه نه‌شته، ښي لاس به راواخلي او په چپ هغه به یې ټپوي."


یو شمېر ښځینه فعالانې له ډلې یې فوزیه وحدت وايي، طالبان د ښځو د ځپلو لپاره د اسلام له نوم څخه ناسمه استفاده کوي.




هغې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طالبان همدا اوس د اسلام له نوم څخه ناسمه ګټه پورته کوي، دوی په خپلو کړونو د اسلام او شریعت نوم بدوي، باید پر دوی فشار راوړل شي چې په کوم حق دا کار کوي، له دوی باید وپوښتل شي چې ولې یې ښځې په تېرو څو کلونو کې په کورونو کېنولي او له زده‌کړو او ټولو لومړینو حقونو بې برخې کړي دي."


د ښځو د حقونو یو بلې فعالې ترنم سعیدي د ورته اندېښنې په شریکو سره ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو څه باندې درېیو کالو کې طالبانو په ټول قوت هڅه کړي چې افغان مېرمنې د بېلابېلو فرمانونو او محدیتونو پر اساس له لومړنیو حقونو بې برخې کړي، طالبان په دا کړنو غواړي افغان ښځې له یوې مخې له ټولنې حذف کړي."


نوموړې وايي، د افغان ولس او نړیوالې ټولنې له دوامداره غوښتونو سره سره د بشري حقونو په تړاو د طالبانو سر زوري به افغانستان له ګڼو نورو ننګونو سره مخامخ کړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې طالب چارواکو د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب ادعاوې کړي، هغه چې افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه دي.




دا چې په اسلام متونو کې د ښځو د غږ په اړه څه ویل شوی په اړه یې د اسلامي علومو پوه صلاح‌الدین سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "هغه ښځه چې د بازار ښارواله کېدای شي، هغه ښځې چې په اسلامي غزواتو کې حضور لرلای شي، هغه ښځه چې له محرم سره بېرون ته وتلی شي هغه له اواز پرته څنګه کولای شي چې د اوسنۍ نړۍ او ټولنې یوه برخه وګرځي او خپلې چارې مخ ته یوسي."


د سعیدي په خبره که څه هم د اسلامي ارشاداتو له مخې، ښځې اذان نه شي کولای، خو د ژوند د نورو مهمو مسایلو په اړه د ښځو اواز عورت نه دی او په دې اړه د طالبانو برداشت ناسم دی.


په افغانستان کې د طالبانو له لوري د وضع شویو محدیتونو په دوام د طالبانو مشرتابه د سږ میلادي کال په اګسټ میاشت کې امربالمعروف قانون وضع او نافذ کړ چې په دیارلسمه ماده کې یې د ښځو غږ "سندرې، نعتونه او جهر سره قرائت هم عورت بلل شوی دی."


که څه هم دا قانون په کور دننه او بهر له پراخ غبرګونونو سره مخ شوی، خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا د دغه قانون پر پلی کولو ټینګار کړی دی.