ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

ځینې موټر چلوونکي او مسافر: د کابل-جلال‌اباد د دوهم لین سړک د جوړولو عملي چارې دې ژر پیل شي

0
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د کابل-جلال‌اباد دوهم لین سړک د جوړولو د پرانیستې خبر ورکړی، د دې لارې یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر د یادې لارې د جوړېدو د عملي چارو د ژر پیل غوښتنه کوي.


دوی وايي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال دوه ځله د دې لارې د جوړېدو د پرانیستې شاهدان وو، خو سړک همداسې نیمګړی پاتې شو.


د کابل-جلال‌اباد د لین یو موټر چلوونکي نوراغا ازادي راډيو ته وویل: "د دوهم لین سړک د پرانیستې د خبر په اورېدو ډېر خوشحاله شو، که څه هم څو ځله مخکې یې هم پرانیسته شوې وه او کارونه یې بشپړ نه شول، دا ځل مو هیله ده چې دا یوازې پرانیسته پاتې نه شي، دا د ماهیپر لاره ډېره تنګه ده او هره اوونۍ پرې ترافیکي حادثې کېږي."


د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکی کې هم د کابل-جلال‌اباد د دوهم لین سړک جوړېدو د پرانیستې لپاره خوشحاله دي.


دوی وايي، په دې سره به په دې لاره ترافیکي ګڼه ګوڼه او هم مرګونې پېښې کمې شي.


د ننګرهار او لغمان دوه اوسېدونکو فیض‌الله او محمد عمر په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.


فیض‌الله وايي: "په دې سره به د ماهیپر په لاره ترافیکي ګڼې ګوڼې کمې شي او د ترافیکي حادثو مخه به ونیول شي، خو دا یوازې په پرانیستو نه کېږي، باید د سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شي."




محمد عمر وايي: "دا د ختيځو ولایتونو لپاره ډېر ښه زېری دی، خو دا پرانیستې باید نمایشي نه وي، ځکه د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم داسې پرانیستې شوې وې، خو کارونه یې نیمګړي پاتې شول."


د طالبانو حکومت پرون شنبه د اکټوبر په ۲۶ مه د کابل-جلال اباد د دوهم لین سړک د پرانیستې خبر ورکړ.


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې لویې لارې رغول مهمه اقتصادي پروژه یاده شوې او په کې راغلي چې په دې سره به په دې لاره د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر چټک او د لارې په اوږدو کې به منځني کاروبارونه وغوړېږي.


په اعلامیه کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له قوله راغلي چې دغه لویه لار د وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي.




په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دا سړک په کانکریټ ډول جوړېږي چې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ ظرفیت به ولري.


خو په اعلامیه کې په دې اړه چې دغه سړک به په څومره وخت کې په څومره لګښت جوړ شي څه نه دي ویل شوي، د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند اشرف حق‌شناس هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو د تېر جمهوري حکومت پر مهال د وخت چارواکو ویلي وو چې په دې سړک ۱۱۰ میلیونه ډالره لګښت راځي او هغه مهال دا هم ویل شوي وو چې د اسیا د پراختیايي بانک له لوري ورکول کېږي.


د کابل-جلال‌اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د دغه ولایت خاکجبار، د ننګرهار د حصارک، خوګیاڼیو او سره رود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته، د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلول کېږي.


دا سړک څلور ختیځ ولایتونه؛ ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان له کابل سره نښلوي، دغه راز د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیت مهمه لار هم بلل کېږي.


د دې سړک د رغولو چارې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ۲۰۱۶م کال کې پیل شوې، خو د امنیتي دلایلو له امله یې کارونه نیمګړي پاتې شول او ویل کېږي چې یوازې نږدې شل سلنه چارې یې بشپړي شوي دي.