ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

کونځلو حلوا؛ د هوا په سړېدو د افغانستان شمال کې د دې حلوا تولید او پلور ډېرېږي

0
د کونځلو حلوا د افغانستان په تېره بیا د شمالي ولایتونو یو له مشهورو خوږو څخه ده چې د هوا په سړېدو سره یې تولید او پلور ډېرېږي.


د هوا په سړېدو سره د بلخ ولایت په مزار شریف ښار او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې د کونځلو حلوا د تولید لسګونه کارخونې د دې خوندورو او دودیزو خواږو د چمتو کولو او تولید لپاره خپل فعالیتونه بیا پیلوي.


اوړه، بوره، د هګۍ سپین، کونځلې او اُستق چې یو ډول غرنی بوټی دی او د کونځلو حلوا خوند لا ښه کوي، د دې خوږو په چمتو کولو کې کارول کېږي.


سربېره پر دې چې نارینه د کونځلو حلوا په کارخونو کې کار کوي، ځینې ښځې هم دغه خواږه جوړوي او تولیدوي.


د مزار شریف ښار اوسېدونکې نجیلا، هغه مېرمن چې د کونځلو حلوا د تولید کارخونه لري، ازادي راډيو ته یې وويل چې د دوى په توليد او پلور کې زياتوالى راغلى دى.


هغه وايي: "کله چې هوا سړېږي زموږ تولیدات ډېرېږي، پیریدونکي مو هم ډېرېږي او ډېره ګټه هم ترلاسه کوو. ډېری هغه خواړه چې په ژمي کې ډېر اخیستل کېږي، د کونځلو حلوا، پشمک، پرورده او شیرپیره دي چې مونږ یې هم ډېر تولیدوو."


نصيراحمد په مزارشريف کې د کونځلو حلوا يو بل توليدوونکى دى.


هغه ازادي راډيو ته وويل چې ځینې وختونه پېرېدونکي ان له بهر فرمايش ورکوي.


نوموړي وویل: "بهر ته یې هم لېږو، پېرېدونکي لرو، فرمایش ورکوي او موږ یې د فرمایش له مخې بهر ته صادروو."


د افغانستان د شمالي ولایتونو د کونځلو حلوا د پلازمېنې په بازارونو کې هم ډېر پېرودونکي لري، چې د یو کیلو بیه یې له ۱۰۰ تر ۱۴۰ افغانیو پورې ده.




سيد قاسم، چې په کابل کې د خوراکي توکو پلورنځی لري او د کونځلو حلوا هم پلوري، وايي چې دا خواږه د دې لپاره چې ګرم طبعیت لري په سړه هوا کې ډېر خوړل کېږي او ځيني خلک چې بهر ته سفر لري د خپلو کورنيو او دوستانو لپاره يې د سوغات په توګه اخلي.


هغه وویل: "خلک ورته ډېره لېوالتیا لري، آن ځان سره یې بهر ته وړي، په ژمي کې ډېر کارول کېږي، د دې لپاره چې ګرم طبیعت لري."


په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ هم وايي چې د سړې هوا په رارسېدو سره د دوی په کورونو کې د نورو خوږو په پرتله د کونځلو حلوا ډېره کارول کېږي.


د جوزجان ولایت اوسېدونکې نوریه احمدي وايي: "په ژمي کې ډېر کارول کېږي، دا چې کومه یو ډول یې ښه دي، د کونځلو له اندازې یې معلومېږي، سپک خواږه دي، ځکه موږ یې ډېر کاروو."


د يادونې ده چې شيرپيره او حلوای مغزي په مني او ژمي کې د افغانستان د شمالي سيمو له نورو خوږو څخه شمېرل کېږي، خو د پلورونکو او پېرودونکو په وينا یې، د کونځلو حلوا بازار بیا د نورو خوږو په پرتله تود وي.


د کونځلو حلوا د خوندورتوب له امله یې په بېلابېلو نورو هېوادونو کې هم د افغانانو په هټیو کې پلورل کېږي.