ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

قالیباف: امریکا دې اسراییل کنټرول او یو دوامدار اوربند ته مجبور کړي

0
د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف له امریکا څخه وغوښتل چې اسراییل د ده په وینا "کنټرول او یو دوامدار اوربند ته مجبور کړي."


نوموړي نن یکشنبې همداراز وویل، د ایران اسلامي جمهوریت به د اسراییل له‌خوا په ایران کې پر پوځي تاسیساتو د وروستي برید په مقابل کې "حتمي ځواب" ورکړي.


له امریکا څخه د قالیباف دا غوښتنه په داسې حال کې خپره شوې چې په همدې ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د ده په باور امریکا پر ایران د برید لپاره اسراییل ته یو فضایي دهلیز برابر کړی دی.


ده زیاته کړه، پر ایران د اسراییل په عملیاتو کې د امریکا د ګډون شواهد ایران ته روښانه دي.


عباس عراقچي په دې اړه شواهد وړاندې نه کړل، خو یوازې دومره یې وویل چې ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک استولی او د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه یې کړې ده.