ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

بایډن هیله من دی چې پر ایران د اسراییلو هوايي حمله به په منځني ختیځ کې کړکېچ پای ته ورسوي

0
د امریکا ولسمشر جو بایډن هیله څرګنده کړې چې پر ایران د اسراییلو وروستۍ هوايي حمله به په منځني ختیځ کې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

بایډن د اکتوبر ۲۶مه خبریالانو ته وویل، "داسې ښکاري چې اسراییلو په ایران کې یوازې پوځي اهداف ویشتلي" دي. نوموړي وویل چې اسراییلو واشنګټن وار له مخه خبر کړی وو.


د نوموړي حکومت اندېښنه لرله چې شاید اسراییل د ایران د تېلو یا اټومي تاسیسات هم په نخښه کړي.


امریکايي ولسمشر پر داسې مهال په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاو او کړکېچ د ختمولو هیله ښوولې ده چې حزب الله ډلې د اسراییلو پر شمالي برخو توغندي ویشتلي دي. حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.


اسراییل او ایران په وروستیو کې پر یو بل یوشمېر مستقیم او غیرمستقیم بریدونه کړي دي.


اسراییلي پوځ د اکتوبر پر ۲۶مه وویل چې د اکتوبر ۲۵مې شپې مهال یې د ایران له خوا د اکتوبر په پیل کې د شوې حملې په ځواب کې هوايي برید کړی دی. 


ایرانیو رسنیو د اکتوبر پر ۲۵مه شپې ناوخته د پلازمېنې تهران په شاوخوا کې د چاودنو خبر ورکړی وو. 


ایران ویلي چې په هوايي حملو کې یې دوه سرتېري وژل شوي دي.


د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ایران پر اسراییل د بیلېسټېک توغندیو یو لوی برید وکړ چې پکې یې شاوخوا ۲۰۰ توغندي وکارول. تهران وایي هغه برید یې د حزب‌ الله او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د مشرانو د وژلو په غبرګون کې وکړ.


اسراییلو په هغه برید کې د خپل دفاعي سېسټم په مرسته ډېری توغندي په فضا کې شنډ کړل او د برید له امله زیات مالي تاوانونه و نه شول.


تر دې وړاندې ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلود څه باندې ۳۰۰ بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه کړي ول. هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.