ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

افغانستان کې د سون توکو او خوړو بیې لوړې شوې دي

0
د افغانستان په مرکز کابل کې پلورونکي وايي چې د ژمي په درشل کې د سون توکو او خوراکي شیانو بیې لوړې شوې دي. دوی وايي، د طالبانو حکومت د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی چې له وجې یې لرګی ګران شوی. ځینې پلورونکي وايي چې پر خوراکي شیانو د مالیو لوړېدو یې د نرخ زیاتېدو لامل دی. د کابل اوسېدونکي وايي د خراب اقتصادي وضعیت له وجې په ژمي کې د ضرورت شیان نه شي پېرلی. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، اقتصاد خراب شو او بېروزګاري زیاته شوه چې له کبله یې مېلیونونه افغانان د بې وزلۍ ښکار دي. ویډیويي رپورټ.