ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

پر ایران وروستۍ حملې ته د بایډن غبرګون: هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي

0
د امریکا ولسمشر جوبایډن هیله ښودلې چې د اسراییل له‌خوا پر ایران وروستۍ هوايي حملې به په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ دې څپرکې ته د پای ټکی کېږدي.


بایډن پرون د اکتوبر ۲۶مه خبریالانو ته وویل، ښکاري چې اسراییلو له پوځي مرکزونو پرته په ایران کې نور اهداف نه دي په نښه کړي او دی هیله‌من دی چې دا به د روان کړکېچ پای وي.


د بایډن ادارې وېره لرله چې ښايي اسراییل د ایران د تېلو یا اټومي ټاسیسات په نښه کړي.


اسراییلو پرون اعلان وکړ چې د ایران له لوري د روانې اکتوبر میاشتې د پیل د حملو په ځواب کې یې د جمعې په ماښام ایران د یوې هدفي او دقیقې حملې په ترڅ کې په نښه کړ.


تهران پرون وویل چې د دې هوايي حملو په نتیجه کې دوه ایراني سرتېری وژل شوي دي.