ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

په ګرجستان کې پارلماني انتخابات پیل شوي

0
په ګرجستان کې رایه ورکوونکي پرون د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړل څو د دې هېواد په عمومي پارلماني انتخاباتو کې رایې ورکړي.


دا انتخابات ځکه مهم بلل کېږي چې د دې هېواد تګلوری به یا د اروپايي ټولنې یا د روسیې پر لور وټاکي.


په دې انتخاباتو کې د ګرجستان د ارمان په نوم واکمن ګوند چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې واک چلوي، د اپوزیسیون له ګوندونو سره سیالي کوي.


د ګرجستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون اعلان کړی چې په دې انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ۵۹ سلنه وه چې د ۲۰۱۶م او د ۲۰۲۰م کال د انتخاباتو پرتله لوړه وه، خو د ۲۰۱۲م کال د انتخاباتو پرتله چې دا ګوند یې واکمن کړ درې سلنه ټیټه وه.


د ګرجستان د ارمان ګوند سږني انتخابات د سولې او جګړې ترمنځ انتخاب بللی او ویلي یې دي چې اپوزیسیون به د بریا په صورت کې ګرجستان له روسیې سره د جګړې پر لور بوځي.


خو اپوزیسیون بیا دا انتخابات د لوېدیځ او روسیې او د ډیموکراسۍ او دیکتاتورۍ ترمنځ د انتخاب فرصت بللی دی.