ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

شمالي وزیرستان کې د تالاشۍ پر پوسته ځانمرګي برید؛ څلور پوځیان وژل شوي او پنځه ژوبل دي

0
په شمالي وزیرستان کې د تالاشۍ پر یوه پوسته پرون د ځانمرګي برید په نتیجه کې د پاکستان څلور امنیتي پوځیان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.


د پولیسو یوه افسر امجد ویلي، دغه پېښه په میرعلي کې شوې او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي چې په خراب وضعیت کې دي.


د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې تحریک طالبان پاکستان چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې ډېر فعال دي، پر امنیتي ځواکونو د دا ډول حملو مسوولیت منلی دی.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه حمله غندلې ده.


پرون په جلا پېښه کې د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوه پوځي کاروان د ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.