ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

فیلیپین کې سېلابونه او ځمکه ښویېدنه؛ د مړو او تري تم شویو شمېر نږدې ۱۳۰ کسانو ته ورسېد

0
په فیلیپین کې د ټرامي په نوم د استوايي توفان پر مهال د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله د مړو او تري تم شویو شمېر نږدې ۱۳۰ کسانو ته ورسېد.


د فیلیپین د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، توفان د جمعې په ورځ د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پیل شو چې لږ تر لږه ۸۵ کسان یې تراوسه پورې مړه کړي او ۴۱ نور تري تم دي.


اټکل دی چې د مړو شمېر زیات شي.


په لسګونو پولیسو، اور وژونکو او د بېړنیو خدماتو نورو کارکوونکو پرون د باتانګاس ولایت په تالیسي ښارګوټي کې د دوو ویجاړ شویو کلیو له جملې په یوه کې د ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړ.