ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

په مکسیکو کې د ترافیکي پېښې له کبله لږترلږه ۱۹ کسان مړه شوي

0
د مکسیکو چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال کې د یوې لارۍ او بس موټر د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۱۹ کسان مړه شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.


د مکسیکو چارواکو د پېښې په لومړیو کې د مړو شمېر ۲۴ یاد کړی و.


د زاکاتکاس ایالت چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د ژغورونکو او متخصصانو له هڅو وروسته د مړو تایید شوی شمېر ۱۹ دی او شپږ کسان په روغتونو کې تداوي کېږي.


پېښه د زاکاتکاس پر لویه لار داسې مهال وشوه چې د لارۍ موټر یو کانټینر چپه شو او هغه مسافروړونکی بس ورسره وجنګېد چې ۲۵ مسافر په کې وو.