ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 16.02.2022

احسان الله نور مجبور نه دی چې خپل ماشوم وپلوري

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو په وروستیو کې د درې نویو زیږیدولو ماشومانو د بې وزله پلار احسان الله په اړه یو راپور چمتو کړی و. نوموړي په هغه راپور کې ویلي وو چې د خپلې کورنۍ د لګښت د پوره کولو لپاره اړ دی چې له خپلو درې نویو زیږیدلو ماشومانو څخه یو وپلوري. د ازادي راډیو ددې راپور له خپریدو وروسته، یو شمېر افغانانو احسان الله ته د مرستې لاسونه وغزول او د هغه ژوند ته یې بل رنګ ورکړ. په دې منځ کې په جرمني کې یوې افغانې میرمنې منلې چې هره میاشت به لږ تر لږه د یو کال لپاره له دې کورنۍ سره مالي مرسته کوي. نورې په دې راپور کې وګورئ.

په خوست کې زرو غریبو کورنیو ته د مرستو وېش پیل شو

Pa.azadiradio.com 

نن په خوست کې د سرې میاشتې ټولنې د رضا کارانو له خوا پر زرو بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو د مرستو د بستو د وېشلو بهېر پیل شو. یاده مرسته د المان هېواد د سولې کلي په نوم بنسټ له خوا برابره شوې ده. د سرې میاشتې رضا کارانو وویل، دوی د مستحقینو په غوراوي کې پوره زحمت ګاللی او یوازې د خوست د مرکز له اړوندو سیمو څخه يې زر کورنۍ انتخاب کړي دي. د خوست د سرې میاشتې رئیس مفتي ذین العابدین ازادي راډیو ته وویل چې د دې مرستو په بستو کې ۹ قلمه بېلابیل خوراکي توکي په کې دي چې د هرې بستې بیه شااوخوا ۸ زره افغانۍ ده. Читать дальше...

د غزني صنعت کاران: د برښنا پرچاوي مو کارونه خراب کړي 

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې صنعت کاران وايي، د طالبانو له راتګ سره د برښنا په پرچاوي کې زیاتوالی راغلی دی.  دغه صنعت کاران وايي دلته به هېڅ برښنا نه پرې کېده، خو اوس د ورځې له څلور تر پنځو ساعتونو، حتا ټوله ورځ پرې وي چې له امله یې د دوی کارونه سخت خراب شوي دي.  دوی د طالبانو له حکومته غواړي د برښنا  ستونزه حل کړي څو د خلکو کارونه روان شي.  د غزني اسېدونکي او صنعت کاران په داسې حال کې دغه خبره کوي چې د طالبانو له راتګ سره په ټول افغانستان کې د برښنا په برخه کې ستونزې زیاتې شوې دي.  خو د طالبانو د حکومت سیمه... Читать дальше...

محمد خان: تر اوسه مې په کور د برید کوونکو په اړه جزئیات نه‌دي راسره شریک شوي

Pa.azadiradio.com 

د شنبې په شپه وسله والو په کابل کې د مخکېني نظام د اجرائیه ریاست د مرستیال محمد خان پر کور برید وکړ. نوموړی وايي، وسلوال کسان شپه مهال د ده کور ته ننوتل، مېرمن ، یو زوی او یو ساتونکی یې ورته ووژل. دا زیاتوي، دا پیښه د کورني اختلافاتو یا غلا له امله نه وه او تراوسه یې د عاملینو په اړه هم څه جزئیات نه شته. محمد خان ازادي راډیو ته وویل:" په هېڅ وجه کورني اختلافات نه ول، او دا اوازې چې هر چا اچولې د حقیقت د پټولو لپاره دي، دوهم دا چې دا غله هم نه وو او له کوره هېڅ شی نه دي ورک شوی." د محمد... Читать дальше...

د پاسپورت ریاست: په پلازمېنه کې یوازې کابل مېشتو ته پاسپورتونه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

له څو میاشتني ځنډ وروسته د پاسپورت ریاست تازه اعلان کړی. دا ریاست وايي له دې وروسته هره ورځ له درې تر څلور سوه پاسپورتونه یوازي د کابل اوسېدونکو ته اجرا کوي. د پاسپورت عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کابل اوسېدونکي دې په انلاین ډول د پاسپورت غوښتنلیک ډک او په ټاکلې ورځ دې دغه ریاست ته ورشي. خو په اعلامیه کې دا نه ده واضح شوې چې د بېلابېلو ولایتونو د هغه اصلي اوسېدونکو  چې اوس مهال په کابل کې مېشت دي څه وکړي؟ ایا دوی هم اړ دي د پاسپورت د اخیستلو لپاره  خپلو ولایتونو... Читать дальше...

د علي وزیر قضيه سياسي که قانوني انګېزه لري؟

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ پر ۱۵مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير د ضمانت درخواست رد کړ. پر نوموړي د رياست او ریاستي ادارو پرضد له کرکې ډکې ويناګانو تور دی چې هغه یې ردوي. د علي وزیر پرضد جوړې مقدمې د پاکستان د مهمو سیاسي مسلو په توګه یادېږي او د بشري حقونو سازمانونو په بیا بیا پر حکومت غږ کړی چې هغه خوشې کړي. پښتون ژغورنې غورځنګ هم د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ کې د علي وزیر د خوشې کېدو د غوښتنې لپاره د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی چې لا هم دوام لري. Читать дальше...

برېښنا شرکت: ټول هېواد کې د عوایدو راټولولو لپاره هڅې چټکې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ټول هېواد کې یې د برېښنا د عوایدو راټولولو لپاره هڅې چټکې کړي دي. د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې تېر ماښام خپره شوې راغلي دي چې د برېښنا شرکت د رئیس قاري محمد امین او د دې شرکت د ولایتي رئیسانو په انلاین غونډه کې دا پرېکړه شوې ده. په خبرپاڼه کې د برېښنا د رئیس له قوله ویل شوي دي چې ډېرو ولایتونو کې د برېښنا د عوایدو راټولولو بهیر له ټاکل شوېو هدفونو سره برابر روان نه دی او باید په دې برخه کې هڅې ډېرې شي. خبرپاڼه زیاتوي چې د اوسنۍ برېښنا ډېره برخه وارداتي ده او... Читать дальше...

د افغان مېرمنو په ملاتړ پراخ انلاین کمپاین؛ هشټګ: 'افغان ښځو سره ودرېږئ'

Pa.azadiradio.com 

"افغان ښځو سره ودرېږئ" دا د هغه مجازي کمپاین عنوان دی چې په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو پیل شوی. دا شعار کمپاین کوونکو پر لاسونو لیکلی او بیا یې د خپلو لاسونو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي. د افغان ښځو د حقونو فعاله او د معترضو ښځو د ډلې غړې تمنا صدیقي وایي، دا مجازي کمپاین کولی شي، د نړۍ هرځای کې پراخ شي او د نړیوالو پام د افغان ښځو وضعیت ته واړوي: "دا ښه اغېز لرلی شي ځکه له بده مرغه د ښځو حضوري اعتراضونه چې په افغانستان کې وشول په ظالمانه توګه وځپل شول، غوره لاره همدا ده چې له دې لارې... Читать дальше...

بلخ کې صنعتي پارکونه ۷۵سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته په دې ولایت کې صنعتي پارکونه ۷۵سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي. د دې خونې د سوداګریزې برخې مسول شېر احمد سپاهي زاده نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل، د امیر شېر علي خان او شادیان په ۲ صنعتي پارکونو کې ۳۴۰ کارخونې فعالېت کوي چې تېرو ۲ میاشتو کې د ۲۸۰ کارخونو فعالېتونه بېرته عادي حالت ته راګرځیدلې دي. ښاغلی سپاهي زاده وايي، دا کارخونې معدني اوبه، غیرالکولي مشروبات، بسکېټ، یو ځل مصرفونکي لوښي، مکرونې او نور مواد تولیدوي. Читать дальше...

طالبانو هوډ کړی چې د کابل-کندهار لویه لاره بېرته ورغوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ټولګټو وزارت هوډ کړی چې د کابل-کندهار لویه لاره بېرته ورغوي.  دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تخنیکي ټیمونو یې دغه لار کتلې او د اساسي رغونې پر پلان یې کار روان دی.  اعلامیه کې راغلي چې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د لارې د رغولو عملي چارې پیل شي.  د کابل- کندهار نژدې ۵ سوه کیلو متره لار د ماین چاودنو، سړکونو کې د چاکونو او د قیر د ښکته تللو له کبله ډېره ویجاړه شوې او مسافر یې تل په اړه شکایتونه کوي.

طالبان: نامعلومو کسانو کاپیسا کې ۲ طالبان او ۳ عام کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وایي، کاپیسا کې دوه طالبان او درې عام کسان د نامعلومه کسانو په برید کې وژل شوي دي.  د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي نن رسنیو ته ویلي، دغه دوه طالبان د پخواني جهادي قوماندان حبیب افغان د خپلوانو په موټر کې سپاره وو چې برید لاندې راغلل.  د طالبانو په خبره وژل شوي ملکیان د همدې قوماندان خپلوان دي.  سملاسي د وړمې شپې دې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو طالبان یې د "د ښمنو کړیو" کار بولي او وایي په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

کندهار کې ترافیکې پېښې زیاتې شوي؛ مېروېس روغتون: تېره میاشت یې ۳۰ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ترافیکې پېښې زیاتې شوي، د دې ولایت د ميروېس حوزوي روغتون مسولان وايي، په تېره یوه میاشت کې ترافیکي پېښو نژدې دېرش کسان وژلي او تر اووه سوه زیات کسان یې ټپیان کړي دي. میرویس روغتون کې بستر ګل اغا چې لس ورځې وړاندې يې ترافیکي پېښه کې پښه ژوبل شوه. نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د مارګېل پر سړک له خامې یو موټر سایکل راغی، ویې وهلم او په پنجرو کې ونښتم چې پښه مې ژوبله شوه، د درمنلې لپاره له هېواده بهر هم ولاړم خو ډاکټرانو درملنه ونه شوای کولی او بلاخره يې پښه قطع کړه." د کندهار د مرکزي... Читать дальше...

د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ امریکا: د محکمې له پرېکړې وروسته عملي اقدام کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کنګل شوې شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې وروسته سپینه ماڼۍ وايي، تر کومه چې محکمې حکم  نه وي کړی دا شتمني نه انتقالېږي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سې شنبې په ورځ په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ د سېپټمبر د ۱۱مې د ډېری قربانیانو کورنیو چې دې پېښه کې یې د کورني غړي وژل شوي، د طالبانو پر وړاندې ادعاګانې کړي دي، نو په دې اړه د فدرال محکمه څېړنې کوي، نو بناً د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر به په متحدو ایالاتونو کې پاتې شي، په دې اړه... Читать дальше...

بریتانیا ته ورغلي افغانان لا هوټلونو کې دي؛ هلته یې د پاتېدو لاملونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وایي، دغلته ورغلي ډېر افغانان نه غواړي چې لېرو پرتو سیمو کې ځای پر ځای شي، نو ځکه په میاشتو میاشتو په هوټلونو کې پاتې دي.  دوی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې بریتانیا ته د افغانانو د تخلیلې د بهیر د پيل دا دی شپږ میاشتې پوره شوې او دې موده کې ۱۷زره افغانان بریتانیا ته بیول شوي دي.  د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکي، دوی هڅه کوي چې د ورغلو افغانانو له ډلې ۱۲ زرو ته پړاو په پړاو کورونو کې د میشتېدو زمینه برابره کړي، خو وایي پاتې نور ممکن تر یوه کاله پورې په هوټلونو کې پاتې شي. Читать дальше...

طالبان: تېرو ۶ مياشتو کې يو ميليون برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

Pa.azadiradio.com 

د‌ طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې يې شااوخوا يو ميليون برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي. د دې ادارې ویاند محمد حليم رافيع د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې فعاليتونه اوس په عادي ډول دي. د ښاغلي رافيع په خبره، دغه اداره په ورځني ډول له ۱۶ زرو نيولې تر ۱۸ زرو پورې تذکرې وېشي. نوموړی وایي، د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره انلاين سيسټم هم په عادي ډول فعال دی او خلک کولی شي چې د نوېو تذکرو د اخېستلو لپاره اقدام وکړي. Читать дальше...

اروپايي ټولنه: افغانانو سره ۵۰۰ میلیونه یورو مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي دا ټولنه د ملګرو ملتونو او غیرحکومتي موسسو له لارې له افغانانو سره ۵۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي.  توماس نیکلسن پرون ماښام پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، دا مرسته به په بېلابېلو برخو، لکه د خوړو، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي. نیکلسن لیکلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.  د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا بیان پرون وروسته له هغه ورکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره وکتل.  ... Читать дальше...

ملګروملتونو د یمن ۸ میلیونه وګړو ته د بشري مرستو د کمولو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د یمن ۷ کلنه جګړه پراخه شوې او دا امکان شته چې که سمدستي مالي مرستې ځانګړې نه شي نو په را روانه میلادي میاشت کې ټولې بشري مرستې د دې هېواد د اته میلیونه وګړو له لاسه ووځي.  د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارتین ګریفټس او د یمن لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي هانس ګروندبېرګ پرون د سلواغې په ۲۶مه نېټه وویل، په یمن کې په تېره جنوري میاشت کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېرو درېیو کلونو پرتله تر ټولو زیات وو. د ښاغلي ګریفټس په وینا په جنوري میاشت کې په یمن کې له ۶۵۰ زیات ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي. Читать дальше...

د امریکا ولسمشر جو بایډن: پر اوکراین د مسکو د یرغل احتمال شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، واشنګټن تراوسه د اوکراین سرحد ته نژدې د روسي ځواکونو د وتلو نښې نښانې نه دي لیدلي.  ښاغلي بایډن تېره شپه ملت ته په وینا کې همدا راز خبرداری ورکړ چې پر اوکراین د مسکو د یرغل احتمال شته. بایډن وویل، دی هیله من دی چې ډپلوماسي به نتیجه ورکړي خو زیاته یې کړه چې متحد ایالات دا چمتووالی لري چې پر اوکراین د برید په صورت کې روسیه د سختو بندیزونو په وسیله په نښه کړي.  دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت پرون د اوکراین سرحد ته له نژدې سیمو څخه د خپلو پوځي ځواکونو د شاتګ خبر ورکړ. Читать дальше...

امریکا: غواړو افغانستان کې داسې سوله‌ییز دولت ووینو چې ترهګرو ته ځای ور نه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی ټام‌وېسټ وايي، متحده‌ایالات غواړي په افغانستان کې داسې یو سوله‌ییز دولت وویني چې هېڅ کله ترهګرو ډلو ته ځای ور نه کړي. ښاغلي وېسټ د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، دوی به له داسې دولت خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې امریکا او نور متحدین و نه ګواښي او د خپلو ټولو خلکو حقونه خوندي وساتي. د افغانستان په چارو کې د متحده‌ایالاتو دا لوړ پوړی ډپلوماټ د داعش پر وړاندې د طالبانو د جګړې ستاینه کوي خو زیاتوي، طالبان هېڅ... Читать дальше...

د عربي هېوادونو وګړي د حجاب په اړه څه نظر لري؟

Mashaalradio.com 

په دا وروستیو کې د هند د کرناټک ریاست په تعلیمي ادارو کې پر حجاب د بندېز خلاف مسلمانانو احتجاجونه پیل کړي. حکومت مخالفو ګوندونو هم د حکومت پر دې اقدام نیوکې کړې خو حکومت وايي ټولنیزې تګلارې یې د ولس په ګټه دي. دا چې پر حجاب بندېز ته د عربي هېوادونو خلک څنګه ګوري؟ تفصیل په ویډیويي راپور کې