ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2022

د پاسپورت ریاست: په پلازمېنه کې یوازې کابل مېشتو ته پاسپورتونه ورکوو

0
له څو میاشتني ځنډ وروسته د پاسپورت ریاست تازه اعلان کړی.


دا ریاست وايي له دې وروسته هره ورځ له درې تر څلور سوه پاسپورتونه یوازي د کابل اوسېدونکو ته اجرا کوي.


د پاسپورت عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کابل اوسېدونکي دې په انلاین ډول د پاسپورت غوښتنلیک ډک او په ټاکلې ورځ دې دغه ریاست ته ورشي.


خو په اعلامیه کې دا نه ده واضح شوې چې د بېلابېلو ولایتونو د هغه اصلي اوسېدونکو  چې اوس مهال په کابل کې مېشت دي څه وکړي؟


ایا دوی هم اړ دي د پاسپورت د اخیستلو لپاره  خپلو ولایتونو ته لاړ شي که څنګه؟


د طالبانو د پاسپورت عمومي رئیس علم ګل حقاني هم پر خپل یوټیوب چېنل په خپره کړې ویډیو پیغام کې ویلي چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دې په خپلو ولایتونو کې پاسپورتونه ترلاسه کړي.




حقاني وایي:" د ولایتونو اوسېدونکي دې د پاسپورت د اخیستلو لپاره مرکز ته مراجعه نه کوي، بلکې هغه څوک په کابل کې د انلاین فورم نه ګټه اخیستی شي، چې د کابل ولایت اوسېدونکي وي او د کابل تذکرې ولري."


د پاسپورت عمومي رئیس ویلي، لا هم د پاسپورت په ریاست کې تخنیکي ستونزه شته او هر کله چې تخنیکي ستونزه حل شي په عمومي ډول به د پاسپورت ریاست د غوښتونکو پر مخ خلاص شي، خو نېته یې نه ده کره کړې.


نوموړي ویلي، د نورو ولایتونو اوسېدونکو ته به ان د پاسپورت ریاست انګړ ته د ننوتلو اجازه هم ور نه کړل شي.


خو د یو شمېر ولایتونو ځینې اوسېدونکي د پاسپورت ریاست دا پرېکړه غیر عادلانه بولي او وایي په ولایتونو کې دومره ظرفیت نه شته چې ډېرو کسانو ته پاسپورتونه ورکړي. 




د ننګرهار او لغمان دوه تنه اوسېدونکو عبدالرازق همدرد او حجت افغان ازادي راډیو ته وویل:" د پاسپورت ریاست وروستۍ پرېکړه عوامو ته غیر عادلانه ده،ځکه د ولایتونو پرتله په کابل کې پاسپورت ژر ورکول کیږي."


"یو شمېر ولایتونه چې ډېر نفوس لري او د پاسپورت په برخه کې اسانتیاوې او تخنیکي وسایل کم ورکول شوي دي او ظرفیت هم نه دی موجود دوی به څه کوي؟ باید په کابل کې د مرکز په ډول د ټولو ولایتونو اوسېدونکي حق ولري چې پاسپورت ترلاسه کړي."


دوی د پاسپورت د عمومي ریاست له چارواکو غواړي چې په خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي.


له تېرو څو میاشتو راهیسي په کابل کې د پاسپورت عمومي ریاست د خلکو پر مخ تړلی وو.


خو ځینو خلکو وخت ناوخت ادعاوې کړي چې د پیسو په مقابل کې یې د کمېشنکارانو په وسیله پاسپورتونه ترلاسه کړي دي، هغه ادعاوې چې د پاسپورت ریاست مسؤلینو رد کړې او ویلي، لسګونه کمېشنکاران یې نیولي دي.