ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2022

طالبان: تېرو ۶ مياشتو کې يو ميليون برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

0
د‌ طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې يې شااوخوا يو ميليون برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي.


د دې ادارې ویاند محمد حليم رافيع د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې فعاليتونه اوس په عادي ډول دي.


د ښاغلي رافيع په خبره، دغه اداره په ورځني ډول له ۱۶ زرو نيولې تر ۱۸ زرو پورې تذکرې وېشي.


نوموړی وایي، د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره انلاين سيسټم هم په عادي ډول فعال دی او خلک کولی شي چې د نوېو تذکرو د اخېستلو لپاره اقدام وکړي.


دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې يو شمېر خلکو د برېښنايي پېژندپاڼو په اخيستلو او په دې پروسه کې د کارونو د ځنډني کیدو شکایت کړی وو.