ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2022

برېښنا شرکت: ټول هېواد کې د عوایدو راټولولو لپاره هڅې چټکې شوي

0
 


د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ټول هېواد کې یې د برېښنا د عوایدو راټولولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.


د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې تېر ماښام خپره شوې راغلي دي چې د برېښنا شرکت د رئیس قاري محمد امین او د دې شرکت د ولایتي رئیسانو په انلاین غونډه کې دا پرېکړه شوې ده.


په خبرپاڼه کې د برېښنا د رئیس له قوله ویل شوي دي چې ډېرو ولایتونو کې د برېښنا د عوایدو راټولولو بهیر له ټاکل شوېو هدفونو سره برابر روان نه دی او باید په دې برخه کې هڅې ډېرې شي.


خبرپاڼه زیاتوي چې د اوسنۍ برېښنا ډېره برخه وارداتي ده او د دې برېښنا د پیسو ورکړه د عوایدو په راټولولو پورې اړه لري.


دې انلاین ناسته کې پرېکړه وشوه چې د روان لمریز کال تر پایه د برېښنا هغه پورونه چې له ډېرې مودې په خلکو پاتې دي، هم راټول شي.


تر دې مخکې برېښنا شرکت د خپلو پوروړیو په اړه ویلي و چې د برېښنا د پرې کولو لړۍ یې روانه ده.