ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 13.09.2019

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

زلمی خلیلزاد کانګرس احضار کړی، اسلام اباد د افغان سولې په اړه یو نظر او نوی ډیلی لږ بل رنګ نظر لري. د دې سربیره به دلته وګورئ چې وروسته له نژدې دیرش کلونو په سومالیا کې یوه نجلۍ برقي شوې.

حکومت د پولیو ختمولو کې ناکامه دی: مسلم لیګ ن

Mashaalradio.com 

مسلم لیګ ن ګوند تور پورې کوي چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د پولیو رنځ په ختمولو کې ناکامه شوی او د ناسمو پالیسیو په وجه يې ورځ په ورځ د دې ناروغۍ کیسونه سېوا کېږي.

کراچۍ ښار مچانو پر سر اخیستی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ ښار کې د پشکال بارانونو له وجې ډنډونه جوړ دي. د ښاروالۍ نظام ګډ وډ دی چې له وجې يې وګړې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. ويډيو : فرانس پريس اژانس

د پېښور افغان مارکیټ دکانداران په دوو کې راګېر دي

Mashaalradio.com 

په پېښور کي د افغان مارکیټ دکانداران وايي، له ډېرې مودې راهیسې دوی د خپلو دکانونو کرایه د افغان ملي بېنک په کاته (اکاونټ) کې اچوي خو اوس د دوی په وینا یوه، یوه قبضه مافیا راپیدا شوې او له دوی څخه په زوره د دکانونو کرایه غواړي. بلخوا د پاکستان ستري محکمې (سپریم کورټ) د پېښور په څانګه کې د دې مارکیټ د ملکیت په اړه یوه قضیه هم روانه ده او په پېښور کي د افغانستان کونسلګرۍ چارواکي وايي چې په پېښور کي دا مارکیټ د افغانستان ملکیت دی. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیو راپور کې.

افغان ولسمشريزه ټاکنو ته کتنه

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د سېپټمبر په ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي. په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو رژيم نسکورلو پس په لومړي وار په ۲۰۰۴ز کال کې ولسمشريزه ټاکنې شوې وې. بيا په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ز کال کې صدراتې ټاکنې ترسره شوې. ويډيو : فرانس پريس اژانس

چارواکي: د کندز ـ بغلان پر لویه لاره اوس هم خطرونه شته

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې چارواکي وايي، د بغلان ټولې لویې لارې پرانیستل شوې، خو لا هم د کندز ـ بغلان پر لویه لاره خطرونه شته. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له قوله وايي، څو ورځې مخکې د مزار شریف لویه لاره پرانیستل شوه، پرون ناوخته د دوشي ـ پلخمري لاره پرانیستل شوه او تېره شپه هم د کندز ـ بغلان لاره پرانیستل شوې. دا ټولې لارې په ورستیو کې په بغلان کې د وسله والو طالبانو د زیاتېدونکو فعالیتونو له کبله تړل شوې وې. د دوشي ولسوال صاحبداد غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې له لس ورځو راهیسې د کابل او شمال... Читать дальше...

د فراه والي: د اناردرې ولسوالۍ مرکز بېرته افغان ځواکونو ونیو

Pa.azadiradio.com 

د فراه والي وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو نیولی دی. محمد شعیب ثابت نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د انار درې ولسوالۍ مرکز کې وضعیت ارام دی. دی وایي: له نېکه مرغه زموږ کومانډويي عملیات تېره شپه ترسره شول، دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې او دا مهال ټوله ولسوالي زموږ په کنټرول کې ده، د ولسوالۍ په مرکز کې جنګ نه شته او دښمن له سیمې تښتېدلی دی. ښاغلي ثابت وویل، د انار درې د ولسوالۍ په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نوموړي... Читать дальше...

ملي امنیت: د داعش د بریدونو یو طراح او یو پاکستانی بریدګر وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، تېره شپه یې په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د محمد حنیف په نوم د داعش د وسله والې ډلې د ترهګرو بریدونو یو طراح او یو پاکستانی بریدګر وژلي دي.  ملي امنیت نن سهار په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت او پولیسو ځانګړو ځواکونو د داعش پر پټنځای دا عملیات د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوند سیمه کې کړي.  ملي امنیت وايي چې په دې عملیاتو کې یو پاکستانۍ مېرمن چې له څلورو ماشومانو سره د داعش ډلې په دې پټنځای کې اوسېده، ټپي او روغتون ته انتقال شوې، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي. Читать дальше...

امریکا د ټاکنو لپاره له افغانستان سره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه. دا مرسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پرون پنجشنبه د خپلې ټویټرپاڼې له لارې اعلان کړه. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر هم تأیید کړه چې هېواد یې د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ملاتړ لپاره ۲۹ ميلیون ډالره مرسته کوي. تر دې وړاندې بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ لپاره مالي مرستې اعلان کړې دي.

د هند حکومت وايي چې د افغانستان پرمختګونه له نږدې څاري

Pa.azadiradio.com 

هند وايي، د افغانستان پرمختګونه له نږدې څاري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار پرون پنجشنبه وویل، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په شمول د افغانستان تحولات له نږدې څاري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې پای ته رسېدلې اعلان کړې. راویش کومار یوې خبري غونډې ته وویل، هند باور لري چې د افغانستان د قانوني حکومت په ګډون د افغان ټولنې ټولې برخې باید د سولې په پروسه کې شاملې وي. ده زیاته کړه، ډاډه... Читать дальше...

هند یو افغان وګړی دغه هېواد ته د سرو زرو په قاچاقولو ونیو

Pa.azadiradio.com 

د ډیلي د اندراګاندي د نړیوال هوايي ډګر د ګمرک چارواکو پرون پنجشنبه وویل چې له یوه افغان مسافر سره یې د نږدې ۷۳ لکه هندي روپیو په ارزښت سره زر نیولي دي. هند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سرو زرو بیه پکې لوړه ده او له نورو هېوادونو څخه په قاچاق وروړل کېږي. هندي رسنیو د خپل هېواد د ګمرکي چارواکو په قول وویل، د سرو زرو دغه افغان قاچاقبر له کابله د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت په الوتکه کې ډیلي ته ورغلی و.

چارواکي: په میدان وردګ کې په هوايي حمله کې ۱۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پرون پنجشنبه مازیګر په هوايي حمله کې لږترلږه ۱۶ طالبان وژل شوي دي. د میدان وردګ د والي ویندوی محب الله شریف زوی تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا شمېر طالبان د نرخ ولسوالۍ د مرکز په یوه کلي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول. ده وویل: زموږ د امنیتي اورګانونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د دوی مشهور قوماندانان لکه ملا حبیب الله، ملانبي او مولوي اجمل شامل دي، ملاحبیب الله پخوا د طالبانو د نرخ ولسوال و. د ښاغلي شریف زوی په وینا،... Читать дальше...

امریکا اوکراین ته د ۲۵۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ ادارې اوکراین ته د ۲۵۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې د ورکولو اجازه ورکړه. دا مرسته له دې سره سره ځنډول شوې وه چې د روسیې د یرغل او د اوکراین د خاورې د نیولو پر ضد کییف ورته سخته اړتیا لرله. د دې مرستې اعلان پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د تدارکاتي کمېټې تر غونډې مخکې وشو. اټکل کېده چې په دې غونډه کې به د دواړو ګوندونو (ډموکرات او جمهوریپال) استازي پر ولسمشر ټرمپ د دغو پیسو د نه ورکولو په خاطر انتقادونه وکړي. کانګرس پخوا لا دا مرسته تصویب کړې وه.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس بندیز ولېد

Pa.azadiradio.com 

د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقي ضوابطو خپلواکې کمېټې د دې فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر پرون پنجشنبه د تل لپاره بندیز ولګاوه او یو ميلیون ډالر یې جریمه کړ. ۶۱ کلن ناپوت تېر کال په نیویارک کې د فساد په تور په ۹ کاله حبس محکوم شو. دی په دې مجرم پېژندل شوی چې په ټلویزیون کې یې د لوبو د خپراوي حق د لس ميلیونه او ۵ لکه ډالره رشوت په بدل کې ورکړی و.

ازبکستان چینایانو ته د ۷ ورځو لپاره د بې وېزې سفر اجازه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان د ګرځندوی یا تورېزم د پراختیا لپاره چینایانو ته اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته د ۷ ورځو لپاره بې وېزې سفر وکړي. د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف د هغه فرمان له مخې، چې پرون (پنجشنبه) یې صادر کړ، د چین او هانګ کانګ اتباع به د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال له پیله کولی شي ازبکستان ته بې وېزې سفر وکړي. خو دا امتیاز به یوازې هغه چینایان لري چې د چین له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه په الوتکو کې په مستقیم ډول ازبکستان ته ځي. خو هغو چینايانو ته، چې له درېم هیواد څخه ازبکستان ته ځي، ۵ ورځینۍ وېزه ورکول کېږي. Читать дальше...